د لاس رسي وړ اتصالات

د پوتین سخت منتقد نوالني په کوما کې دی؛ ښایي ”مسموم“ شوی وي 


د روسیې د حکومت مخالف سیاستوال الکسي نوالني د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۰ د سایبریا په یو روغتون کې بستر شوی او د کوما په حال کې دی.

ښاغلی نوالني چې د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د سختو منتقدینو څخه دی د چهارشنبې په ورځ د سایبریا له تومسک ښار څخه مسکو ته روان و، خو الوتکې یې په اومسک ښار کې بیړنۍ ناسته وکړه او هغه روغتون ته انتقال کړای شو.

د ښاغلي نوالني ویانده کیرا یارمیش وایي: «مونږ فکر کوو چې الکسي د چای په پیاله کې په یو څه مسموم کړای شوی دی. دا یواځنی څه وو چې هغه سهار وڅښل. الکسي اوس بې هوښه دی.»

میرمن یارمیش دا ندي ویلي چې ناولني چا مسموم کړی، خو زیاتوي چې پولیس روغتون ته غوښتل شوي دي. ډاکترانو ویلي چې د هغه ژوند لا هم له خطر سره مخامخ دی او دوی هڅه کوي چې هغه وژغوري.

د رویترز اژانس وایي د کریملن د منتقدینو د مسموم کولو اوږد تاریخ موجود دی. ددې آزانس په وینا الکساندر لیتونینکو په ۲۰۰۶ کې په لندن کې وروسته له هغې ومړ چې په چایو کې ورته پولونیوم-۲۱۰ ماده ورکړل شوې وه. همداشان پخوانی دوه اړخه جاسوس سرګي سکریپال د انګلستان په سالسباري کې په ۲۰۱۸ کې مسموم کړای شوی و.

کریملین په وار وار پدغو پیښو کې لاس لرل رد کړي دي او دغه ادعاوی یې د روسيې پر ضد لمڅونې ګڼلي دي.

د سیمه ییز روغتیا وزارت ویاندې تاتانیا شکیرووا د ښاغلي ناولني بستر کیدل تائید کړي او ویلي یې دي چې ډاکترانو د هغه حالت جدي ګڼلی دی. هغې زیانه کړې چې: «د مسموم کیدل یو د څو علتونو څخه دي چې ارزول کیږي. اوسمهال ممکنه نده چې علت یې معلوم شي.»

۴۴ کلن الکسي ناولني چې مدافع وکیل او د فساد ضد فعالیت کوي څو ځلې د کرملین د اعتراضونو په وجه بندي شوی او د حکومت پلوي کسانو له لورې په سړک وهل شوی او ټکول شوی دی.

راتلونکې میاشت په روسیه کې محلي انتخابات دي، ناولني او متحدین یې هڅه کوي هغو کاندیدانو ته ملاتړ جلب کړي چې د دوی پلوي دي.

XS
SM
MD
LG