د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین د لوهانسک په ولایت کې د بري اعلان وکړ


د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین دوشنبه جولای ۴ (چنګاښ۱۳) د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک په ولایت کې وروسته تر هغه د بري اعلان وکړ چې اوکرایني ځواکونو د لیسیچانسک ښار چې د هغوي وروستی قوي مرکز و ، پریښود.

په لوهانسک کې د بري د اعلان کولو څخه سمدستي روسي ځواکونو په ګاونډي ولایت دونیڅک کې جګړې ته زور ورکړ. دا ولایت د اوکراین د دنباس په صنعتي سیمه کې مهم ولایت دی چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د یرغل په پیل کې هم د کنټرول غوښتنه کړې وه.

پوتین وروسته تر هغه د دنباس سیمې ته مخه کړله چې د ولادمیر زلینسکي د حکومت په ړنګولو او د اوکراین د پایتخت کیف په نیولو کې روسي ځواکونه پاتې راغلل.

د دونیڅک ولایت نیمایي برخه د روسي ځواکونو په لاس کې ده او اوکرایني چارواکي وایي چې په سیمه کې جګړو زرو اخیستی.

د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویګو په یو ملاقات کې چې په تلویزیون خپریده، جمهور رئیس ولادمیر پوتین ته راپور ورکړی چې روسي ځواکونه په بشپړه توګه د لوهانسک د ولایت کنټرول تر لاسه کړی.

په ځواب کې ښاغلي پوتین ویلي هغه پوځي قطعې چې په فعالو جګړو کې یې برخه اخیستې او د لوهانسک په ولایت کې یې کامیابي تر لاسه کړې، باید آرام وکړي او د محاربې وړتیاوې ډیرې کاندي.

پداسې حال کې چې روسیې د لوهانسک د ولایت د بشپر کنټرول ادعا کړې خو ها خوا اوکرایني چارواکي وایي چې امنیتي ځواکونو ځکه پدې ولایت کې خپل تر ټولو قوي مرکز پریښود چې روسي ځواکونه یې کلابند نکړي.

د لوهانسک والي ویلي چې په سیمه کې اوکرایني ځواکونو د ډیرې مودې لپاره د پاتې کیدو توان درلود خو د مرګ ژوبلې د مخینوي لپاره یې سیمه پریښي. والي همدارنګه ویلي چې اوکرایني ځواکونو خپل ټول تجهیزات هم د ځان سره وړي او دا یې هم ویلي چې د دې قوي مرکز د لاسه ورکول درد لري خو د جګړې د بایللو معنی نلري.

XS
SM
MD
LG