د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین د لاوروف د 'یهودانو ضد' څرګندونو په خاطر اسرائیل څخه بخښنه وغوښتله 


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د "یهودو ضد" څرګندونو له امله د اسرائیل له لومړي وزیر نفتالي بینیتز څخه بخښنه غوښتې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دې اونۍ په پیل کې د ایټالیا د یوې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي وو چې "د یهودانو ترټولو لوی مخالف پخپله یهودان دي" او دا چې د نازي جرمني مشر ادولف هټلر د یهودانو ریښه درلودله.

د اسرائیل د صدراعظم دفتر وویل چې ښاغلي بینیتز د لاوروف د څرګندونو په اړه د پوتین بخښنه منلې او د روسیې له ولسمشر څخه یې د یهودانو په اړه د خپل نظر د روښانه کولو او د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال د نازي جرمني لخوا د یهودانو د قتل عام د هولوکاسټ د یادولو له امله مننه کړې ده.

په هغه بیان کې چې د کرملین له خوا خپور شوی د اسرائیل څخه د بخښنې د غوښتنې په اړه څه ندي ویل شوي خو، ویلي یې دي چې "د روسیې ولسمشر یادونه کړې چې شپږ میلیونه یهودیان د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازیانو د توقیف په کمپونو کې شکنجه شوي او وژل شوي دي چې د دوی څلویښت سلنه د شوروي سوسیالستي اتحاد اتباع وو. "

د کرملین یادداشت دا هم یادونه کړې چې د اسرائیل صدراعظم "د نازیانو پر وړاندې په بریا کې د سره پوځ د پرېکنده ونډې یادونه کړې ده."

ښاغلي لاوروف د یکشنبې په ورځ له ایټالوي ټلویزیون سره په مرکه کې په داسې حال کې صهیونیستي ضد څرګندونې وکړې چې دغه روسي ډیپلوماټ هڅه وکړه چې په اوکراین کې د روسیې جګړه توجیه کړي.

د مرکې په ترڅ کې له ښاغلي لاوروف څخه د اوکراین د اشغال او د اوکراین "د نازي کیدلو" په هکله د روسیې د ادعا په اړه پوښتنه وشوه. په ځواب کې، د روسیې لوړ پوړي ډیپلومات وویل چې که څه هم د اوکراین د ولسمشر په ګډون یو شمیر [اوکراینیان] یهودیان وي، اوکراین ممکن نازي عناصر ولري.

لاوروف وویل: "که مونږ یهودان یو، کیدای شي نازیزم زموږ په منځ کې شتون ولري،" هغه زیاته کړه "زما په باور هټلر یهودي ریښه درلودله. پدې خاطر مطلقاً هیڅ معنی نلري. د یو څه وخت لپاره مو د یهودانو څخه اوریدلي چې د یهودانو تر ټولو ستر ضدیت د یهودانو په منځ کې موجود و."

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر یایر لاپیډ د خپل روسي سیال د څرګندونو په غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اسراییل به د روسیې له حکومت څخه وغواړي چې د لاوروف د څرګندونو په خاطر بخښنه وغواړي.

د راپورونو له مخې پوتین او بینیټ د دوه اړخیزو اړیکو، د اوکراین د جګړې، او په اسرائیل او روسیه کې د می د نهمې د نمانځنې په اړه هم خبرې وکړې، هغه ورځ چې روسیه په ۱۹۴۵ کې پر نازي جرمني د بریالیتوب او د نازیانو د تسلیمیدو لمانځنه کوي.

XS
SM
MD
LG