د لاس رسي وړ اتصالات

کرملین: پوتین د سي آی اې له مشر سره په سیمه ایزو شخړو غږېدلی 


د امریکا او روسیې بیرغونه
د امریکا او روسیې بیرغونه

کرملین د دوشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم۱۷) وویل چې د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي آی اې) له مشر سره لیدلي‌ دي.

کرملین وايي په دغه ملاقات کې، چې تېره اونۍ شوی، ښاغلي پوتین په سیمه ایزو شخړې او په اړیکو کې د کړکیچ په تړاو بحثونه کړي‌ دي.

په مسکو کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت ویلي‌ دي چې د سي آی اې مشر ویلیم برنس د ولسمشر جوبایډن په غوښتنې د دوو ورځو لپاره روسېې ته ورغلی و چې له لوړ پوړیو چارواکو سره خبرې وکړي.‌

سي‌ ان ان تېره اونۍ راپور ورکړ چې ښاغلی برنس مسکو ته استول شوی چې روسیې ته د اوکراین په سرحد کې د سرتېرو د ځای په ځای کولو په اړه خبرداری ورکړي.‌

راپور وايي‌ چې ښاغلي برنس له روسي چارواکو سره تر ملاقات وروسته د اوکراین له ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي‌ سره هم په تیلیفون کې غږېدلی دی.

د کرملین یو ویاند نن دوشنبه وویل چې ښاغلي پوتین او برنس په دوه اړخیزو اړیکو، «سیمه ایزو شخړو» او په دپلوماتیکو روابطو کې د کړکیچ په اړه غږېدلی‌ دی.‌ ویاند په دې اړه نور معلومات ورنکړل.

برنس د ۲۰۰۵څخه تر ۲۰۰۸پورې په مسکو کې د امریکا سفیر و. هغه داسې مهال روسیې ته تللی چې د دواړو هېوادونو اړیکې کړکېچنې دي.‌

ولسمشر بایډن واک ته له رسېدو وروسته په روسیې باندې فشارونه زیات کړي دي. روسیې د مۍ په میاشت کې په رسمي ډول اعلان وکړ چې امریکا یې «نا دوست دولت» دی.

له هغه وروسته چې د اوکراین په سرحد کې د روسیې د سرتېرو د ځای په ځای کېدو راپورونه ورکړل شول،‌ پنټګان وايي هلته حالت له نژدې څاري. اوکراین په عمومیاتو کې په خپل سرحد کې د روسیې د پوځ موجودیت خبره ردوي.

مسکو په ۲۰۱۴کې کریمیه خپله برخه وګرځوله او له هماغې راهېسې د اوکراین پوځ د روسي-پلوو بیلتون غوښتونکو سره په جګړه دی.‌

د روان کال په پیل کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره،‌ روسیې دغه سرحد ته نژدې ۱۰۰زره عسکر واستول چې د لویې شخړې اندېښنې یې پارولې وې، خو د کیف د لویدیځو ایتلافیانو له فشارونو وروسته روسیې بېرته خپل عسکر واېستل.

XS
SM
MD
LG