د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن پوتین قاتل وګاڼه، روسیې د واشنګټن څخه خپل سفیر وروغوښت


په واشنګټن ډي سي کې د روسیې سفارت
په واشنګټن ډي سي کې د روسیې سفارت

وروسته له هغې چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن دیوې سوال به ځواب کې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، قاتل وګاڼه، روسیې له واشنګټن څخه خپل سفیر بیرته خپل هیواد ته وروغوښټ.

د ای بي سي تلویزیوني شبکې سره د ښاغلي بایډن د چهارشنبې د ورځې مارچ ۱۷ (کب ۲۷) مرکې څخه لږ وروسته مسکو خپل سفیر د دوو اړخیزو اړیکو په اړه د مشورې لپاره هیواد ته ستون کړ.

ښاغلي بایډن په مرکه کې ویلي چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، باید د خپلو "شریرو اعمالو بیه" ادا کاندي.

د امریکا جمهور رئیس همداشان د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا فکر کوي پوتین یو قاتل دی ویلي دي: "بلی (فکر) کوم."

د ښاغلي بایډن ددغې خبرې په غبرګون کې د روسیې جمهور رئیس پوتین د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۸) وویل چې د هغه په هکله د امریکا د جمهور رئیس څرګندونې د متحده ایالاتو خپلې پخوانۍ او اوسنۍ ستونزې په ګوته کوي.

خو هغه وویل چې روسیه به بیا هم د امریکا سره همکارۍ ته دوام ورکړي چیرته چې د مسکو ګټې مطرح وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د واشنګټن ډي سي څخه د خپل سفیر اناتولي انتونوف ورغوښتل داسې څرګند کړل: "مونږ ته مهم څیز د روسیې او متحده ایالاتو د اړیکو د سمولو لارې چارې دي؛ هغه اړیکې چې سخت دوران تیروي...که امریکایان ددې موضوع اړوند خطرونو نه خبر شي، مونږ علاقه من یو چې د اړیکو د نه جبران کیدونکي خطرناک کیدو مخنیوی وکړو."

پدې ترڅ کې د ښاغلي پوتین ویاند دیمیتري پسکوف، د "امریکا د جمهور رئیس په ډیرو بدو ملاحظاتو" د خپګان په څرګندولو سره وویل: "هغه (بایډن) نه غواړي اړیکې عادي کړي".

د رند RAND د څیړنیز مرکز لوړپوړی غړی ویلیم کورتني وایي: "ډیره نادره خبره ده چې د امریکا د متحده ایالاتو یو جمهور رئیس د خپل یو سیال ځواک مشر د قاتل په نوم یاد کړي."

ښاغلي کورتي چې یو وخت د پخواني شوروي اتحاد سره د متحده ایالاتو د مذاکراتو د ټیم غړی و د امریکا غږ ته وویل: "ځنې وخت سفیران له توهین کولو وروسته ورغوښتل کیږي." هغه زیاته کړه چې د بایډن اداره پدې وروستیو کې پر روسیې باندې د نورو بندیزونو په لګولو بحث کوي، چې دا هم کیدای شي له واشنګټن څخه د روسیې د سفیر د ورغوښتلو یو لامل وي.

پدې ترڅ کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د چهارشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې د مسکو له خوا د روسیې د سفیر د ورغوښتلو په اړه وویل: "مونږ به د روسیې سره په اړیکو کې د مخکني حکومت په پرتله متفاوت چلند ولرو...مونږ به مستقیم واوسوو او په هغو موضوعګانو چې په اړه یې اندیښنه لرو (خبرې) به وکړو."

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د متحده ایالاتو استخباراتي مقاماتو په تازه رپوټ کې ویلي چې روسیې او ایران د یو شمیر نورو هیوادونو او ډلو سره په ګډه د امریکا د ۲۰۲۰ کال د نومبر د جمهوري ریاست د انتخاباتو په نتیجو کې د نفوذ کولو هڅه کړې وه.

په رپوټ کې راغلي چې: "د روسیې دولتي رسنیو او آنلاین خپرونو او ددې جملې نه هغه چې د روسیې د استخباراتو له لورې رهبري کیدل د جمهور رئیس بایډن د هغه د کږرنۍ او د دموکرات ګوند په اړه د سپکاوي ډک کطالب خپاره کړي."

خو کرملین د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې د امریکا د انتخاباتي زیربناو د په نښه کولو په اړه د متحده ایالاتو رپوټ "په بشپړه توګه بې بنسټه" وګاڼه.

د امریکا د استخباراتي ادارې په رپوټ کې ویل شوي چې روسیې او ایران همداشان د امریکا په ټولنه کې د موجودو اختلافونو د زیاتولو پر دموکراتیک بهیر باندې د باور د راکولو هڅه کړې ده.

پوتین په تیرو څلورو کلونو کې د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره دوستانه اړیکې درلودې. ښاغلي ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر وخت تل پوتین ستایلی و او د ۲۰۱۶ کال په انتخابانو کې یې د مسکو لاسوهنه ردوله.

XS
SM
MD
LG