د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: افغانستان باید د جګړې تاوان تر لاسه کړي


د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي د تیرو څو کلونو په جګړو کې افغانستان ته د اوښتو زیانونو له امله باید دغه هېواد ته تاوان ورکړل شي.

پوتین دا څرګندونې نن پنحشنبې اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۱) د قزاقستان په پایتخت آستانه کې د اسیا د اړیکو او باورجوړونې کنفرانس (سیکا) د غړو هېوادونو د مشرانو په شپږمې غونډې کې وکړې.

د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې، هغه په دې تړاو د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نکړ او غوښتنه یې وکړه چې په بهر کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید آزادې کړل شي.

د روسيې ولسمشر په داسې حال کې په افغانستان کې د جګړې د تاوان د ورکړې خبره کوي چې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا پر افغانستان د یرغل پر مهال افغانانو ته درانه ځاني او مالي زيانونه واوښتل.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو څو کاله وړاندې، د "افغانستان د آزادو مسلمانانو بنسټ" په نوم یوې ټولنې له روسیې وغوښتل چې د پخواني شوروي اتحاد د وارث په توګه د سره پوځ په جګړه کې افغانستان ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي.

دې ټولنې هغه مهال پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د ځواکونو یرغل "وحشیانه" او د "ّپیړې تر ټول ستر جنایت" بللی و.

د سیکا سرمشریزې ته د خبرو پر وخت، ولسمشر پوتین همدارنګه د افغانستان اوسنی وضعیت د سیمې د مهمې امنیتي ننګونې په توګه یاد کړ او غوښتنه یې وکړه چې هېوادونه باید په ګډه د افغانستان د اقتصادي بیارغونې دپاره کار وکړي.

پوتین په خپلې وینا کې ، په نړیواله کچه د خوړو د کموالي او د انرژۍ د لوړه بیو ستونزې یادې کړې او ټینګار یې وکړ چې د سازمان د غړو هېوادونو مشران یې د هوارولو ګډ مسوولیت لري.

په دې سرمشریزه کې د روسیې، ترکیې او ایران په ګډون د ګڼو اسیایي هېوادونو مشران د اوکراین د جګړې او نورو سیمه ایزو مسایلو په اړه خبرې کوي.

د اسیا د اړیکو او باورجوړونې کنفرانس کې ۲۷ اسیایی هېوادونه برخه لري.

څېړونکي وايي، دا غونډه د روسیې ولسمشر ته ددې زمینه برابروي چې د اوکراین د جګړې په اړه له هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي غونډې ته په وینا کې د افغانستان په اړه وویل چي په دغه هېواد کې د حل لارې په توګه په کار ده چې د خبرو له لارې د ټولو توکمونو او مذهبي ډلو په ګډون ټول شموله حکومت جوړ شي. هغه زیاته کړه چې افغانستان بایدله نړیوالو او په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره له ژمنو سره سم دوه اړخیزې اړیکې وپالي.

ښاغلي رئیسي همدارنګه پر تهران باندې د متحده ایالاتو له خوا پر لګېدلو اقتصادي بندیزونو نیوکه وکړه او امریکا یې تور ولګوه چې د ایران د بې ثباته کولو هڅه کوي.

دغه راز د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وویل چې یو سوله ایز، باثباته او پرمختللی افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی. هغه زیاته کړه: "موږ له نړۍ څخه غواړو چې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د افغانانو د هڅو ملاتړ وکړي." ستان دا وخت د سیکا مشري کوي. ددې کنفرانس سرمشریزه هر څلور کاله وروسته جوړیږي. د سیکا مشرانو له دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې د تاجکستان په پایتخت دوشبنې کې غونډه کړې وه.

XS
SM
MD
LG