د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: په افغانستان کې د ریښتیني ټولشموله حکومت جوړیدل لومړیتوب دی


د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ویلي چې په افغانستان په ریښتیني توګه د ټولشموله حکومت جوړیدل یو لومړیتوب دی.

پوتین چهارشنبه نومبر ۲۳ (لیندۍ۲) د ټولیز امنیت تړون د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډې کې وویل، " په افغانستان کې د ټولشمول حکومت د جوړیدو ضمانت چې د ټولو قومونو غړي پکې برخه ولري، اوس یو لومړیتوب دی".

ولادمیر پوتین په افغانستان کې وضعیت ستونزمن وباله او دا خبرداری یې هم ورکړ چې ښایي ترهګرې ډلې د افغانستان څخه د ټولیز امنیت تړون غړیو هیوادونو ته ولاړ شې.

د روسیې جمهور رئیس وویل چې د ترهګرو د هغو ګواښونو له منځه وړلو لپاره "ځانګړو ګډو عملیاتو" ته اړتیا ده چې د افغانستان څخه سرچینه اخلي او پدې یې هم ټینګار وکړ چې د ټولیز امنیت تړون غړي هیوادونه باید په ځانګړې توګه د ترهګرو د ګواښونو، سخت دریځۍ او د مخدره موادو اړوندو ګواښونو ته چې د افغانستان څخه دې هیوادونو ته متوجه دي، په ټاکلي وخت تشخیص کاندي او د یو بل سره همغږي ولري.

پوتین زیاته کړه چې هیواد یې د څو اړخیز میکانیزم د لارې هڅه کوي په افغانستان کې وضعیت ته ثبات ورکړي.

یوه اوونۍ وړاندې د مسکو فارمټ په نامه غونډې هم چې روسیې یې کوربه توب کاوه، په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړله. پدې غونډې کې د طالبانو استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې، او د مسکو چارواکو هم وویل دا چې طالبان د قومي-سیاسي ټولشموله حکومت په جوړیدو کې پاتې راغلي، له همدې کبله د مسکو په غونډې کې ورته د ګډون بلنه نده ورکړل شوې.

تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر استازي حسن کاظمي قمي وویل چې په افغانستان کې ثبات د یوه "ټول شموله" حکومت له جوړېدو سره تړلی دی. ایراني چارواکو تر دې مخکې هم په افغانستان کې د داسې ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار کړی چې پکې ددغه هېواد ټولې قومي، سیاسي ډلې او اقلیتونه برخه ولري.

کاظمي قمي همدارنګه ویلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د "پوځي کمپاین په څېر لارو چارو" کار واخلي، ځکه د ده په وینا، له افغانستان سره د پوځیانو د روزنې، د معلوماتو د تبادلې او د تجهیزاتو د رسولو له لارې مرسته کېدای شي.

خو طالبانو تل ډاډ ورکړی چې ګاونډیو هېوادونو ته به له افغانستان څخه هیڅ ګواښ نه پېښیږي. سره له دې چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه پر ګاونډیو هېوادونو څو ځله راکټي بریدونه شوي دي. داعش ډلې ددې بریدونو پړه منلې ده.

XS
SM
MD
LG