د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: لویدیځ غواړي روسیه د جګړې په ډګر کې ماتې وخوري


د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین پرته لدې چې د کوم ځانګړي هیواد نوم واخلي، وایي چې لویدیځ کولی شي د جګړې په ډګر کې روسیې ته ماتې ورکول وآزمایي او په وینا یې چې په اوکراین د روسیې یرغل د "څو قطبي" نړۍ په لور د بدلون نښه ده.

ښاغلي پوتین چې پنجشنبه جولای ۷ (چنګاښ۱۶) یې د هیواد د پارلمان جګپوړو غړیو ته وینا کوله وویل، " نن اورو چې هغوي غواړي مونږ ته د جګړې په ډګر کې ماتې راکړي. ښه، دې باره کې څه ویلی شو؟ پریږدئ چې وموآزمایي".

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي امریکا او متحدین به یې "تر هغه وخته چې لازمه وي" د اوکراین ملاتړ وکړي او پرې به نږدي چې دا هیواد د روسیې په مقابل کې ماتې وخوري.

ښاغلي بایډن پنجشنبه جون ۳۰ (چنګاښ۹) د هسپانیې په پایتخت مادرید کې د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو د غونډې په پای کې په خبري کنفرانس کې وویل، "تر هر وخته چې لازمه وي د اوکراین سره به ودریږو او ټول متحدین به د اوکراین سره ولاړ وي تر څو ډاډ تر لاسه شي چې هغوي (اوکراینیان) د روسیې لخوا ماتې ونه خوري".

د امریکا جمهور رئیس په خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې اوکراین روسیې ته "سخت ګوزار" ورکړی. هغه وویل نه پوهیږي چې د اوکراین جګړه به څه ډول پای ته ورسیږي خو زیاته یې کړه چې "دا جګړه به داسې پای ونه مومي چې اوکراین د روسیې د لاسه ماتې وخوري".

د متحده ایالاتو تر څنګ ګڼ شمیر لویدیځو هیوادونو چې په اوکراین د روسیې یرغل یې "ظالمانه او غیرعادلانه" بللی د اوکراین سره یې خپل ملاتړ څرګند کړی او د نظامي تجهیزاتو تر څنګ یې نورې مرستې هم ددې هیواد سره کړیدي.

د روسیې جمهور رئیس په وینا کې وویل چې پداسې یو هیواد کې د روسیې یرغل چې د لویدیځ ملاتړ کوي، د څو قطبي نړۍ په لور د بدلون نښه ده او زیاته یې کړه چې دا بهیر دریدونکی ندی.

ولادمیر پوتین خبرداری ورکړ چې روسیې لا په اوکراین خپل جدي عملیات ندي پیل کړي او زیاته یې کړه چې، "د سولې خبرې نه ردوو خو هغوي چې دا ډول خبرې اترې ردوي، باید پوه شي چې هر څومره مونږ پرمختګ کوو هماغومره یوې موافقې ته رسیدل ګرانیږي".

XS
SM
MD
LG