د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: پر ایران د امریکا برید به بدې پایلې ولري


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ (جون ۲۰ – جوزا ۳۰) ویلي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره خبرو ته چمتو دی خو فکر نه کوي چې د دواړو ملکونو تر منځ موجودې کشالې به دومره ژر حل شي.

پوتین همداراز د امریکا متحده ایالتونو ته اخطار ورکړی چې د ایران په وړاندې د هر ډول ځواک کارول به په سیمه کې ناورین رامنځته کړي.

پوتین دغه خبر داری د یوې مرکې په ترڅ کې ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه کار به په سیمه کې لا ډیرې دښمنۍ وزېږوي.

د روسیې ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ایران له خوا د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د غورځولو په غبرګون کې د ایران دغه کار یوه غټه تیروتنه بللې وه.

ټرمپ په ایران باندې د امریکا د احتمالي حملې په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "ډیر ژر به پوه شئ".

ایران ادعا کړې چې د امریکا بې پیلوټه الوتکه د ایران هوایي حریم ته ننوتې وه خو په سیمه کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جوزف ګواستیلا بیا دغه ادعا بې بنیاده بللې او وایي چې دغه الوتکه د ایران له اوبو څخه ۳۴ کیلومتره لرې غورځيدلې.

د امریکا د استازو د مجلس رئیسې، نانسي پلوسي ویلي چې د هغې په باور نه ولسمشر ټرمپ او نه هم د امریکا خلک غواړي چې امریکا د ایران پرضد جنګ اعلان کړي.

له بلې خوا د اسرائيلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نړۍ له هیوادونو غوښتي چې د ایران پر خلاف د امریکا ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG