د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او قطر د افغانستان په اړه غږیدلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د قطر د بهرنیو چارو د وزیر او صدراعظم د مرستیال سره یې د افغانستان په هکله خبرې کړي.

انټوني بلنکین وایي د محمد بن عبدالرحمان الثاني سره یې د یکشنبې اکتوبر ۱۷ (تلې۲۵) په ټیلیفون خبرې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزرات د خبرو ټول جزیات ندي ورکړي او یوازې یې دومره ویلي چې امریکا د افغانستان نه د امریکایي اتباعو او د خطر سره مخ افغانانو په رایستلو کې د قطر د همکارۍ مننه کړېده.

انټوني بلنکین په ټویټر کې لیکلي، "د قطر د صدراعظم د مرستیال او بهرنیو چارو د وزیر سره مې د افغانستان په هکله خبرې کړي. مونږ د قطر د ملاتړ او قوي دوه اړخیزې همکارۍ منندوی یو".

دا لومړی ځل ندی چې د امریکایي او قطري چارواکي د افغانستان په هکله غږیږي.

د اګست د میاشتې په ۱۵ مې چې طالبانو په افغانستان کې واک ونیوه او د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو د افغانستان نه د امریکایي اتباعو او د خطر سره مخ افغانانو د تخلیې بهیر پیل کړ، قطر پدې بهیر کې ډیره مرسته کړې وه.

قطر د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ په خبرو کې هم مهم نقش ادا کړی. قطر په دوحې کې طالبانو ته سیاسي دفتر ورکړی و او د همدې لارې یې د امریکایي چارواکو سره د سولې خبرې کولې. د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون هم په دوحې کې لاسلیک شو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم تیره اوونۍ په دوحې کې د اروپا او امریکایي استازو سره ولیدل.

ښاغلي متقي په دوحه کې د امریکا متحده ایالتونو او اروپايي ټولنې له استازو سره تر ملاقات وروسته، د یوه جګپوړي پلاوي په مشري ترکیې ته هم تللی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دوحې ته د خپل سفر پرمهال غربي هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې پر افغانستان بندیزونه لري کړي ځکه دا بندیزونه کولی شي د افغانستان امنیت ډیر وګواښي.

XS
SM
MD
LG