د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر ځوابونه؛ آیا عرب هېوادونه به پر خپلو غوښتنو معامله وکړي؟


عرب هېوادونو له قطر څخه غوښتي چې د الجزیرې ټلویزیون خپرونې بندې کړې
عرب هېوادونو له قطر څخه غوښتي چې د الجزیرې ټلویزیون خپرونې بندې کړې

د سعودي عربستان، مصر، بحرین او متحده عربي اماراتو استازي نن د مصر په مرکز قاهرې کې د قطر سره د خپلو اړیکو په اړه غونډه کوي.

تر غونډې مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د عرب هېوادونو غوښتنو ته یې د کویت د امیر په واسطه ځواب استولی دی.

څلورو عرب هېوادونو له قطر نه غوښتي چې له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ ختم کړي، د الجزیرې ټلویزیون خپرونې بندې کړې، د ترکیې پوځي اډه وتړي او له ایران سره دې خپلې اړیکې کمې کړې.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د ځواب ترلاسه کول تائید کړي او ویلي یې دي چې عرب مشران به په ټاکلي وخت خپل نوی دریځ روښانه کړي.

په خلیج کې حکومتي رسنۍ وایې چې که د قطر ځوابونه د قناعت وړ نه وي نو د خلیج د همکارۍ شورا به دوحه نوره هم منزوي کړي او لدغې شورا یې ممکن وباسي.

له خپل جرمن سیال سره په دوحې کې تر لیدنې وروسته، د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي چې د عرب هېوادونو غوښتنې "غیرواقع بینانانه او د عملي کېدو وړ نه دي."

د قطر او څلورو نورو عرب هېوادونو ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو له تولو اړخونو غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر، شیخ عبدالله بن ذاهد له قطر نه غوښتي چې خپله "پوهه" زیاته کړي.

"د قطر رهبري خپله پوهه او حس زیات کړي، له ترهګرۍ او ترهګرو نه ملاتړ ختم کړي او له هغو کسانو ملاتړ بند کړي چې د کرکې ژبه کاروي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سیګمر ګبریل چې له قطر او متحده عربي اماراتو څخه یې لیدنه کړې په دوحې کې خبریالانو ته ویلي چې قطر په تیرو څوو اوونیو کې د دیپلوماتیکو او اقتصادي بندیزونو په مقابل کې مقاومت کړی دی.

"قطر غچ اخېستونکي اقدامات نه دي کړي او د نورو هېوادونو په مقابل کې یې د بالمثل اقتصادي او سیاسي عمل په اړه مشوره نه ده کړې."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایې چې اروپايي ټولنه چمتو ده چې د قطر او څلورو نورو عرب هېوادونو ترمنځ د روانې لانجې د ختمولو لپاره مرسته وکړي.

د خلیج هېوادونو مشرانو ویلي چې پر خپلو غوښتنو معامله نه کوي او پر قطر یې د نورو بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړی دی.

قطر او عرب هيوادونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

XS
SM
MD
LG