د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر امیر د غزې د جګړې په اړه د نړیوالو 'بې غوري د شرم وړ' وبلله


د قطر امیر شیخ تمیم حمد ال ثاني
د قطر امیر شیخ تمیم حمد ال ثاني

د قطر امیر شیخ تمیم حمد ال ثاني نن سه شنبه ډسمبر پنځمه (لېندۍ۱۴) د خلیج همکارۍ په شورا کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې په اړه د نړیوالو بې غوري او د اقداماتو نه کول «شرموونکي» وبلل.

هغه وویل: «نړیوالې ټولنې ته شرم دی چې اجازه ورکوي دا بد جنایت د نژدې دوو میاشتو لپاره راهیسې دی چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ولسي بې ګناه خلکو عمدي او سیستماتیک وژل روان دي.»

د قطر امیر د «اسرائيل له لوري د عامه وژنو» په اړه د نړیوال تحقیق غوښتنه وکړه. نوموړي همدغه راز د هر ملت او هر مذهب د ولسي خلکو په نښه کول وغندل.

له هغه وروسته چې اسرائیل خپله مذاکره کوونکې ډله له قطر څخه بېرته وروبلله، قطر له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې اسرائیل مجبور کړي‌ چې د خبرو میز ته کښینی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د خلیج د همکاریو د شورا د غونډې هدف دا و چې غزې د جګړې ختمولو په اړه یو متحده تګلاره برابره شي. متحده عرب امارات، قطر، سعودي‌ عربستان، عمان، کویټ او بحرین د خلیج همکاریو د شورا غړي‌ دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري د الجزیزې تلویزون ته وویل چې توقعات باید لوړ شي او د دایمي‌اوربند لپاره مذاکرات وشي.

اسرائیلي مقامات وايي چې حماس په دغو بریدونو کې د اسرائیل ۱۲۰۰ تنه وژلي او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړي دي.له بلې خوا اسرائیل په ځوابي بریدونو کې تر دې دمه، په غزې کې د صحي مقاماتو په وینا ۱۵۹۰۰ کسان وژلي دي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. خپلواکو منابعو دا ارقام تائید کړي نه دي.

قطر د اسرائیل او حماس ترمنځ په اووه ورځني‌ اوربند کې منځګړی و. د قطر امیر وویل چې هېواد یې د تلپاتې اوربند لپاره هلې ځلې کوي.

په دغه راپور کې د رویټرز او فرانس پرس اژانسونو له معلوماتو څخه استفاده شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG