د لاس رسي وړ اتصالات

قطر د فوټبال نړیوال جام ته د ګرځنده هوټلونو په توګه بیړۍ کرایه کړې


په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام تنظیموونکو یوه کرایه کړې ستره بېړۍ د دوحې په بندر کې ددې دپاره درولې ده چې د لوبو په جریان کې ورڅخه د هوټل په توګه کار واخیستل شي.

د همدې هدف دپاره دوه نورې بیړۍ لا له وړاندې دوحې ته راوستل شوي وې.

په ژنیو کې د "ایم ایس سي" سیاحتي بیړیو ادارې د دوشنبې په ورځ، اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۸)، دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې نړیوال جام ته تقریبا شپږ اونۍ پاتې دي. لوبې د نومبر په ۱۹ پیلیږي او پوره یوه میاشت به دوام ولري.

په دغې بیړۍ کې د یوې شپې تېرولو کرایه د سړي په سر تقریبا ۵۰۰ ډالر ده.

د قطر چارواکي وايي، کافي هوټلونه نه لري چې د فوټبال نړیوال جام دپاره راتلونکو ټولو لوبډلو، کارکوونکو او سیلانیانو ته پکې ځای ورکړي. د همدې دپاره له سترو بېړیو څخه د هوټلونو په توګه کار اخلي او همدارنګه له سیلانیانو غوښتنه کوي چې په ګاونډیو هېوادونو کې پاتې شي او د خپلې خوښې لوبو په ورځو کې قطر ته پرواز وکړي.

د نړیوال جام دپاره قطر ته د ۱.۲ میلیون وګړو د راتلو اټکل شوی دی.

د ګرځنده هوټل دا بیړۍ ۴۰۰۰ کوټې لري، او تازه په فرانسه کې جوړه شوې ده.

ټاکل شوې ده چې د نړیوال جام په نیمايي کې چې ډیرې لوبډلې بیرته خپلو کورونو ته ستنېږي، په دغو بیړیو کې د یوې شپې کرایه ۳۲۰ ډالرو ته راټیټه شي او په وروستۍ اونۍ کې ۲۲۰ ډالر شي.

د بیړیو په مینیو کې الکولي مشروبات هم شامل دي.

قطر اسلامي هېواد دی او د الکولو استعمال تر عصري هوټلونو محدود ساتي، خو خپل دغه دریځ یې د فوټبال نړیوال فدراسیون د تجارتي همکارانو او ملاتړ کوونکو د خوشحالولو دپاره نرم کړی، چې په هغوی کې د الکولي مشروباتو تولیدوونکي شرکتونه هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG