د لاس رسي وړ اتصالات

​قطر د ترکیې او ایران نه اوبه او خوراکي توکي واردوي


A South Korean Imperial guard waring a face mask stands during a reenactment of the Royal Guards Changing Ceremony, at Gyeongbok Palace in Seoul.
A South Korean Imperial guard waring a face mask stands during a reenactment of the Royal Guards Changing Ceremony, at Gyeongbok Palace in Seoul.

د قطر سره د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د تجارتي اړیکو له قطع کیدو وروسته دې هیواد ایران او ترکیې ته مخه کړې ده.

د قطر مقامات د ایران او ترکیې سره په خبرو بوخت دي چې د خپلې اړتیا وړ خوراکي توکي او د څښاک اوبه له دغو هیوادونو نه وارد کړي.

قطر دغه هڅه وروسته له هغې پیل کړه چې دې هیواد ته د خوراکي توکیو دوو سترو صادرونکو هیوداونو سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ورسره خپلې تجارتي او دیپلوماتیکې اړیکې وشلولې. قطر خپل اکثر خوراکي توکې له بهر نه واردوي.

یو قطري مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د رویترز اژانس ته ویلي دي چې د قطر حکومت د ترکیې، ایران او نورو هیوادونو سره په تماس کې دی چې د خپلې اړتیا وړ غذایي توکي د قطر د هوایي شرکت له لارې هیواد ته انتقال کړي.

دغه قطري مقام دا هم ویلي دي چې هیواد یې د څلورو اونیو لپاره پوره غذایي توکي په بازار کې لري او همداشان حکومت په پایتخت دوحه کې د غذایي توکیو ستراتیژیکې زیرمې هم لري.

سعودي عربستان، مصر، عربي متحده امارات او بحرین د تیرې دوشنبې په ورځ له قطر سره دیپلوماتیک روابط وشلول. دغه هیوادونه وایي چې قطر د اخوان المسلمین، القاعده او داعش په شان د سخت دریځو ډلو څخه ملاتړ کوي او د ایران سره نژدې اړیکې لري.

قطر د سخت دریځو ډلو څخه د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

له بلې خوا د قطر او نورو عربي هیوادونو روان کړکچ یواځې په دیپلوماتیکه کچه نه دی پاتې شوی بلکه په یو تازه اقدام کې سعودي عربستان د قطر د هوایي چلند پروازونه سعودي ته لغوه کړي او دغه شرکت ته یې ۴٨ ساعته وخت ورکړی چې په سعودي کې خپل ټول دفترونه وتړي. همداشان قطري کښتۍ هم د سعودي عربستان په بندرونو کې له لنگر اچولو منع شوي دي.

په یو بل اقدام کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني ویلي چې د کویټ امیر د قطر له امیر سره په تلیفوني خبرو کې ویلي دي چې د قطر او نورو عربي هیوادونو ترمنځ د کړکیچ د هوارۍ په مقصد منځگړیتوب ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG