د لاس رسي وړ اتصالات

قطر: د طالبانو اقدامات ناهیلي کوونکي دي خو دې ډلي سره تعامل ضرور دی


د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۷) د سویس په داووس کې وویل چې د طالبانو د حکومت وروستي اقدامات "ډیر د ناهیلۍ" وړ دي.

خو دغه جګپوړي قطري چارواکي څرګنده کړه چې دوحه به په افغانستان کې د تغیر د راوستلو لپاره د یوازینۍ لارې په توګه تعامل ته دوام ورکړي.

ښاغلي الثاني زیاته کړه، دوحه له نورو اسلامي‌ هیوادونو سره سلا مشورې کوي چې په کندهار کې د طالب مشرانو سره د خبرو زمینه مساعده کړي. نوموړي وویل که څه هم دا به "ساده کار نه وي" خو دا مهمه ده چې هڅو ته دوام ورکړل شي.

بلخوا د ملګرو ملتونو یو ویاند د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۷) وویل چې د یاد سازمان یو جګپوړی هيئت کابل ته تللی چې د ښځو د حقونو په اړه له طالب چارواکو سره خبري وکړي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرهان حق وایي د ملګرو ملتونو په دغه هیئت چې د دوشنبې په ورځ کابل ته رسیدلی، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد، د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مشره سیما بحوث او ددغه سازمان د سیاسي برخې جګپوړی چارواکی خالد خیاري هم شامل دي.

ددې سفر په جریان کې، میرمن امینه محمد او ورسره پلاوي د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم کتلي دي.

ښاغلي کرزي د چهار شنبې په سهار جنوري ۱۸ د یو ټویټ په کولو لیکي چې د ملګرو ملتونو له هیئت سره په ملاقات کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو، د تعلیم په ارزښت، د نجونو او میرمنو لپاره د تحصیلي مراکزو په خلاصیدو او دندو ته د میرمنو په بیرته ستنیدو خبري شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش تیره اوونۍ د " میرمنو او نجونو د حقونو په وړاندې بې ساري او سیستماتیک بریدونه" وغندل.

د ملګرو ملتونو دغه هیئت افغانستان ته له سفر مخکې په سیمه، د خلیج په هیوادونو، آسیا او اروپا کې له څو هیوادونو سره د میرمنو او نجونو د حقونو او پایه داره انکشاف په اړه خبري وکړې.

د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې واک ته له رسیدو وروسته د طالبانو حکومت په دولتي اداراتو او کورنیو او نړیوالو موسسو کې د میرمنو د کار کولو مخه ونیوله او په پوهنتونونو او له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو او میرمنو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

XS
SM
MD
LG