د لاس رسي وړ اتصالات

درې نړیوالې ادارې: طالبانو زموږ ښځینه صحي کارکوونکو ته اجازه ورکړه، فعالیت مو بیا پیل شو 


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

په افغانستان کې لږ تر لږه دریو نړیوالو خیریه موسسو پاملرنه، د ماشومانو د ساتنې موسسه او د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي چې د طالبانو له لوري د خپلو ښځینه صحي کار کوونکو د خوندیتوب او کار د اطمینان له ترلاسه کولو وروسته یې بېرته خپل ځینې فعالیتونه پیل کړي دي.

دغو ادارو د ډسمبر په ۲۴ نېټه د طالبانو د حکومت له لوري په بهرنیو ادارو کې د ښځو د کار د بندیز په اعتراض خپل فعالیتونه وځنډول.

په تازه خبر کې د پاملرنې نړیواله موسسه وايي، د طالبانو د حکومت څخه یې د خپلو ښځینه کار کوونکو د امنیت او خوندیتوب لازم ډاډ ترلاسه کړی.

پاملرنې د دوشنبې په ورځ ناوخته جنورۍ ۱۶ (مرغومې ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي:«له روغتیا وزارت څخه د لازم ډاډ له تر لاسه کولو وروسته چې تر څو زموږ ښځینه کار کوونکې وکولای شي په امنیت کې له محدودیت پرته د [روغتیا او ملاتړ] برخه کې خپل کار تر سره کړي، موږ به په افغانستان کې د روغتیا او تغذیې برخې فعالیتونه بیرته له سره پيل کړو.»

د ماشومانو د ساتنې ادارې هم تېره ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي‌ وو: «موږ د اړوندو مقاماتو څخه واضح او دقیق اطمینان ترلاسه کړ چې زموږ ښځینه کار کوونکي به خوندي او له کوم محدودیت پرته کار کولای شي.»

د دوی اعلامیه وايي چې په ځینو نورو برخو کې چې لا یې له طالبانو څخه دقیق اطمینان ترلاسه کړی نه دی، ښځینه کارکوونکې یې کار نکوي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم د خپل فعالیت د بیا پیل کېدو خبر ورکړی دی.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب فرانس پرس ته وویل چې «زموږ د ټولنې یو ضرورت و» چې ښځو ته په صحي برخو کې د کار اجازه ورکړل شي. د طالبانو د اقتصاد وزارت په نړیوالو ادارو کې د ښځینه کار کوونکو په کار د بندیز فرمان صادر کړی و.

عبدالرحمن حبیب وویل: «موږ هغوی ته ضرورت لرو چې سوء تغذیه ماشومانو او هغو ښځو سره چې صحي خدمتونو ته ضرورت لري، مرسته وکړي. دوی [ښځې] زموږ د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو مطابق کار کوي.»

نوې لارښوونې

د نړیوالو خیریه ادارو دوو مقاماتو،‌ چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، فرانس پرس ته ویلي‌ دي چې له طالبانو سره خبرې روانې دي چې د تعلیم، روغتیا، خوراکي موادو د وېش په چارو کې هم ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي.

دوی هیله ښودلې چې د طالبانو حکومت په دې اړه ژر نوې لارښوونې اعلان کړي.

یو بل مقام، چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، هم فرانس پرس ته ویلي دي‌ چې ښايي طالبان په ځینو مشخصو برخو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي. راپور وايي‌ چې یو طالب مشر ورته ویلي‌ دي چې نړیوالې ادارې باید د خپلو ښځینه کار کوونکو د کار د اړتیا لپاره خپل دلایل وړاندې کړي.

دغه طالب مشر،‌ چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، ویلي چې د طالبانو د اقتصاد وزارت به د نړیوالو ادارو غوښتنې وارزوي او که موافقه وشوه چې له غیر دولتي‌ادارو څخه به وغوښتل شي چې د ښځو لپاره سالم کاري چاپېریال برابر کړي. طالبانو تر دې مخکې ویلي وو چې د «اسلامي حجاب» نه مراعت کولو له کبله یې د ښځو په کار بندیز لګولی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په حکومت فشارونه راوړل چې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار باندې د بندیزونو په اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي. دوی ویل چې د طالبانو دا کار هغوی نور هم له نړیوالې ټولنې څخه ګوښه او منزوي کوي.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واکمن شول او ډېر ژر یې د نجونو متوسطه او عالي لېسې بندې کړې، په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي چارو کې یې د ښځو په مشارکت بندیز ولګوه، څه موده مخکې یې د پوهنتون دروازې یې هم د نجونو په مخ وتړلې او په تازه اقدام کې په بهرنیو نړیوالو ادارو کې یې هم ښځې له کار کولو څخه منع کړې.

XS
SM
MD
LG