د لاس رسي وړ اتصالات

قطري سوداګر د فوټبال نړیوال جام په درشل کې د سیلانیانو لار څاري


په داسې حال کې چې په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام د لوبو پیلېدو ته درې ورځې پاتې دي، ددغه هېواد سوداګر د لوبو لیدلو ته د سلګونو زرو بهرنیانو ورتګ ته سترګې په لار دي.

د قطر حکومت تمه لري چې د نړیوال جام د لوبو د نندارې دپاره شاوخوا یو میلیون خلک دغه هېواد ته ورشي. ډېری دا سیلانیان د لومړي ځل دپاره قطر ته ځي.

قطر ته تلونکي سیالانیان اختیار لري چې ددغه هېواد زاړه او دودیز بازارونه وګوري او یا د ښار د دنګو ودانیو او پرمختللو پلورنځیو عصري برخو ته ورشي.

د قطر پایتخت دوحې د سوق واقف په بازار کې له لمر لوېدو وروسته د ځايي خلکو او سیلانیانو ګڼه ګوڼه زیاتیږي. بازار له رنګارنګ توکو، خوږو بویونو او دودیزو خوړو ډک دی. دې دودیز بازار ته زیاتره بهرني سیلانیان ورځي. ښه رستورانتونه لري. دودیز دوکانونه، د مسالو مارکېټ او د مرغانو کوڅه یې خورا مشهوره ده.

په دغه بازار کې د سوغاتونو د پلورنځي څښتن جمال عبدالله تمه لري چې د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام د لوبو له پیلېدو سره پېرودنکي زیات شي او دده کار هم وچلیږي.

هغه وویل: "ډیر پېرودنکي زیاتره له پوځي هوايي اډې او د قطر له هوايي ډګر څخه راځي. ستر هوايي ډګر دی او خلک پکې ډېر تم کیږي."

لورینا وېره له پیرو څخه راغلې ده. دا وايي، سفر یې خورا ښه او ښایسته تجربه ده. مخصوصاً له ځايي دودونو څخه یې ډېر خوند اخیستی دی.

په دغه ۲.۷ میلیون نفوس لرونکي هېواد کې د نړیوال جام لوبې د یکشنبې په ورځ پیلیږي. لورینا وېره وايي، په دې اند ده چې دا لوبې به له ځايي خلکو سره مرسته وکړي چې د بېلابیلو کلتورونو په اړه خپل نظرونه یو څه بدل کړي، ځکه چې سیلانیان له مختلفو هېوادونو څخه راځي.

ارجنټاینۍ جوړه، لوسیا مارزوراټي او مارټین کورین، په دوحه کې ژوند کوي. دوی وايي، نړیوال جام به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک د فوټبال دپاره د دوی د ګډې لیوالتیا له لارې متحد کړي.

کورین وویل: "فکر کوم د قطر خلک به سیلانیانو ته په ورین تندي ښه راغلاست ووايي. دلته د ټولو هیوادونو خلک شته چې د ارجنټاین د ټیم ملاتړ کوي. ما تصور نه کاوه چې د هند، پاکستان او بنګله دېش خلک د ارجنټاین ملاتړي وي."

د قطر اوسېدونکي او د سوداګریو څښتنان تمه لري چې دا جام به د دوی په ژوند کې بې ساری فرصت وي. قطر چې په دودیز ډول محافظه کاره ټولنه ده، د سیلانیانو د راجلبولو په هیله یې د الکولي مشروباتو د څښلو او ځینو نورو اسلامي محدودیتونو په برخه کې نرمښت اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG