د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د قطر تښتول شوي ښکاریان خوشې شول


د ښکاریانو پدې ډله کې د قطر د شاهي کورني غړي هم و.
د ښکاریانو پدې ډله کې د قطر د شاهي کورني غړي هم و.

ېوه ډله قطري ښکاریان چې دوه کاله مخکې د عراق په جنوب کې تښتول شوي وو، له پېچلو مذاکراتو او پټې معاملې وروسته د جمعې په ورځ خوشې شول.

په عراق کې ځینو سرچینو امریکا غږ ته ویلي دي چې د ښکاریانو د خوشې کیدو لپاره په موافقه کې د سورېي له هغو دوو محاصره شوو ښارگوټو نه د حکومت د طرفدارو شعیه گانو راایستل شامل وو چې د رژیم مخالفانو محاصره کړي وو.

د ښکارېانو دغه ٢٦ کسیزه ډله په ېوه مخصوصه الوتکه کې له بغداد نه دوحا ته ورسول شوه. هغوي د عراق په جنوب کې د باښو د ښکار لپاره تللي و چې د شپې پرې وسله والو حمله وکړله.

د ښکارېانو پدې ډلې چې د قطر د شاهي کورنۍ څو غړي هم پکې وو شاوخوا سلو وسله والو په ېوې صحرا کې د ښکار کولو په دوران کې حمله وکړه او ځان سره یې یوړل.

هیڅ کومې ډلې په ښکاره توگه د هغوي د تښتولو ادعا ونکړله، خوګمان کیږي چې عراقي شعیه ملیشو به تښتولي وي. د عراق او قطر استخباراتي چارواکي وایي د کومو معلوماتو له مخې چې هغوي پدې باره کې تر لاسه کړي، ښیي چې دغه کسان د عراق په هغو سیمو کې ساتل کیدل چې د شعیه ګانو په لاس کې دي او د ایران سره ښه راشه درشه لري.

دا چې وسله والو هغوي د عراق په کوم ځای کې او په کومو شرایطو کې ساتل، پدې هکله ډیر لږ معلومات خپاره شویدي.

د قطر حکومت د دغو کسانو د خوشې کیدو لپاره څو ملیونه ډالر ولګول.

XS
SM
MD
LG