د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان بیا د څلور اړخیزو ناستو لړۍ پېلوي


د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو ترمنځ د څلوراړخیزو ناستو وروستۍ یې تیرکال أه لومړیو کې په کابل کې جوړه شوې وه.
د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو ترمنځ د څلوراړخیزو ناستو وروستۍ یې تیرکال أه لومړیو کې په کابل کې جوړه شوې وه.

افغان او پاکستاني چارواکي وايي، چې ټاکل شوې د څلوراړخیزو ناستو لومړۍ ناسته د دغه بهیر د تېرو ناستو په دوام د روانې عیسوي میاشتې په دوهمه نیمايي کې د عمان په پایتخت مسقط کې جوړه شي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند قادرشاه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د عمان په ناسته کې به د افغان حکومت یو عالي رتبه پلاوی چې د سولې د عالي شورا استازي به هم په کې برخه ولري ګډون وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند وویل چې دغه ناسته د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د متحده ایالاتو د استازو ترمنځ د څلوراړخیز میکانیزم "کیو سي جي" د تېر بهیر په دوام ترسره کیږي.

ښاغلي قادرشاه وویل "د دې راتلوونکې غونډه به په نږدې راتلوونکې کې په عمان کې دایره شي، په دې کې به افغانستان، پاکستان خبرې اترې کوي او همدارنګه به چین او امریکا په کې د څارونکو رول ولري. په دې کې به مشخص اهداف ټاکل کیږي، اهدافو ته د رسېدلو په لارو چارو به خبرې کیږي او همدارنګه به د سولې د خبرو اترو د میکانیزم په رابطه باندې بحث کیږي، چې زمونږ تمه داده چې دا ډول خبرې اترې یا مذاکرات مثبته نتیجه ولري".

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکايي استازو ترمنځ د څلوراړخیزو ناستو وروستۍ ناسته د تېر عیسوي کال د فبرورۍ په ۲۳ مه په کابل کې جوړه شوې وه، چې د کابل ناستې وروسته د دغو ناستو بهیر وځنډیده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند د دغه بهیر د ناستو د ځنډ علت د دغو ناستو د پرېکړو د ځینو مواردو په عملي کولو کې د پاکستان پاتې راتلل وښودل او ویې ویل چې له همدې امله د څلوراړخیزو ناستو بهیر ځنډیدلی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته د څلوراړخیزو ناستو د بهیر بیا پیلیدل تائید کړل، خو په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

تېره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د امریکا غږ اردو سرویس سره په مرکه کې د اکتوبر په ۱۶ مه په مسقط کې د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ د یوې ناستې د جوړیدلو خبر ورکړی وو.

د څلوراړخیزو غونډو دا لړۍ په داسې حال کې بیرته پیلیږي، چې د تیرې عیسوي میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په نیویارک کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف سره په یوه کتنه کې افغانستان ته د پاکستان په زندان کې د یو شمېر بندي پخوانیو طالب چارواکو د سپارلو په مسله خبرې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف سره د طالب بندیانو د خوشې کېدو په مسله د ښاغلي اتمر خبرې تائید کړې، خو په اړه یې له جزئیاتو وړاندې کولو ډډه وکړه.

اکسپریس ټریبیون پاکستاني ورځپاڼي په راپور کې ویلي چې د سپټمبر پر ۲۶ په نیویارک کې د محمد حنیف اتمر او خواجه اصف ترمنځ په غونډه کې د طالبانو د یو شمیر پخوانیو چارواکو په هکله چې د پاکستان په زندان کې پراته دي خبرې شوي دي.

د دغې ورځپاڼې د رپوټ له مخې افغان او پاکستاني چارواکو د ملا عبدالغني برادر، ملاعبدالمنان نانی، ملا عبداصمد ثاني او ملا سلیمان آغا د خوشې کېدو په اړه خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG