د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا ملکه د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه


د بریتانیې ملکه الیزابیت دوهمه، نن پنجشنبې ۸ سپتمبر (وږي ۱۷) د ۹۶ کلونو په عمر کې مړه شوه.

هغې د یوې کړکېچنې پیړۍ په اوږدو کې د ۷۰ کلونو دپاره پر بریتاینې سلطنت وکړ.

د بریتانیا شاهي کورنۍ اعلان وکړ چې هغې په سکاټلنډ کې د بلمورل په ماڼۍ کې سترګې پټې کړې چیرې چې به هغې معمولا د اوړي موسم تیروه.

د شاهي کورنۍ غړي وروسته له هغه د ملکې خوا ته ورغلي وو چې د هغې صحي حالت خراب شوی و.

د هغې مرګ د بریتانیا د ملت او شاهي کورنۍ دپاره ستره ضایعه بلل شوې ده.

د ملکې له مړینې وروسته، د بریتانیې د شاهي قانون له مخې د هغې ۷۳ کلن زوی چارلس د تاج مستحق کیږي، خو په رسمي ډول د هغه پاچا کېدل ممکن میاشتې وخت ونیسي. دا معلومه نده چې ایا هغه به ځان ته د پاچا دریم چارلس یا کوم بل نوم غوره کړي.

ملکې الیزابیت په خپل ژوند کې ډيرې جګړې ولیدلې. هغې د شهزادګۍ په توګه خپل لومړنی خطاب د ۱۴ کلونو په عمر په ۱۹۴۰ کال کې خپور کړ. په دې خطاب کې هغې د جګړې له امله کډه شویو ماشومانو ته د خواخوږي پیغام ورکړی و.

ملکه الیزابیت په ۱۹۵۲ کال کې د خپل پلار جورج شپږم له مړینې وروسته د ۲۵ کلنۍ په عمر پر تخت کښیناسته. هغې واک ته له رسېدو وړاندې د اډینبورګ له ډیوک شهزاده فیلیپ سره واده کړی و، او له هغه څخه څلور زامن لري.

شهزاده فیلیپ په ۲۰۲۱ کال کې د ۹۹ کلونو په عمر ومړ.

XS
SM
MD
LG