د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیې ملکه الیزابت خاورو ته وسپارل شوه


د ملکې الیزابت د جنازې مراسم
د ملکې الیزابت د جنازې مراسم

د بریتانیا ملکه الیزابت دوهمه پرون دوشنبې ۱۹ سپتمبر (وږي ۲۸)، د جنازې له مراسمو وروسته خاورو ته وسپارل شوه. په دې مراسمو کې د نړۍ له سلو څخه زیاتو مشرانو برخه اخیستې وه.

ملکه د خپلو خلکو خوښه وه او له بریتانیې دباندې یې هم احترام کېده.

د الیزابت تابوت د توپو په ګاډۍ کې د شاهي سمندري ځواک سرتیرو ویسټ مینسټر ایبي ته ولېږدوه. دا ځای د بریتانیا د سلګونو کلونو شاهي تاريخ کې ډېر ارزښت لري.

په جنازه کې دوه زره کسانو ګډون کړی و. د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن او د هغه د مېرمنې په ګډون د سلو هېوادونو جمهور رئیسان او شل پاچاهان په دغو مراسمو کې موجود وو.

د شاهي کورنۍ غړي، پاچا دریم چارلس او د ملکې درې نور اولادونه په تابوت پسې کتار روان وو

د ملکې تورۍ غږونکي د غم دودیز ساز—اوده شه، ګرانې اوده شه— وغږوه.

په ټول انګلستان کې په میلیونونو خلکو په پارکونو او سینماګانو کې د تلویزیون پر سترو پردو دا مراسم په مستقیمه بڼه ولېدل.

حارث محمود د هایډ پارک ته په همدې نیت راغلی و.

هغه وویل: "موږ دلته د دې لپاره راغلي یو چې د خپل ملت مور ته وروستۍ مخه ښه ووایو، او موږ ډېر خپه یو."

د بریتانیې لپاره دا یوې ګرانې ملکې ته د “مخه ښه” ویلو لپاره یوه اوږده او دردناکه شېبه وه.

XS
SM
MD
LG