د لاس رسي وړ اتصالات

په کوټه کې د یوه چارواکي پر کور خونړی برید شوی


په کوټه کې د یوه چارواکي پر کور خونړی برید شوی
په کوټه کې د یوه چارواکي پر کور خونړی برید شوی

نن دوه و تنو ځان وژونکو برید کونکو د پاکستان د کوټې په ښار کی د امنیتی چارو د یوه لوړ رتبه چارواکی پر کور برید وکړ چی په ترڅ کی یی ددې چارواکی د میرمنی په ګډون نولس تنه ووژل شول.

پولیس وایی لومړي ځان وژونکي خپل موټر دبلوچستان د ملیشه ځواکونو د عمومی قوماندان د مرستیال کور مخی ته والوځاوه چی تر هغی وروسته دوهمه چاودنه د دوهم برید کونکی لخوا په داسی حال کی وشوه چی هغه تر لومړی چادونی وروسته ځان د کور منځ ته ورساوه او هلته یی پرځان باندی تړل شوی چاودیدونکو مواد وچول. کور هم په بشپړه توگه ویجاړ شوی دی.

تر اوسه چا ددی برید پړه پخپله غاړه نده اخیستی خو پدی سیمه کی طالبان او ملتپاله جلا غوښتونکی بلوچ مبارزین، دواړه زیات نفوذ لری او فعاله دي.

XS
SM
MD
LG