د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د افغانستان دننه او بهر یو شمیر عناصر د سولې مخالفت کوي 


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې د افغانستان دننه او بهر " یو شمیر عناصر" شته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

شاه محمود قریشي د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (غبرګولي ۵)اروپایي پارلمان سره په یوه مجازي غونډه کې ددغو "عناصرو" د نوم له ذکر کولو پرته وویل چې باید ددغو مخربو عناصرو د "دسیسو" څارنه وکړو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پدغه وینا کې د طالبانو په ګډون د افغانستان د جګړې د ټولو ښکیلو اړخونو څخه وغوښتل چې د یو سرتاسري اوربند د ټینګیدو لپاره تاوتریخوالی کم کړي. هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه "ستره اندیښنه" وګڼله.

د اروپا پارلمان ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې پداسې جال کې کیږي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پدې وروستیو کې یو ځل بیا پاکستان له طالبانو څخه په "سیستماتیک ملاتړ" تورن کړی او وئیلې یې دي چې طالبان له پاکستان څخه مالي او لوژستیکي ملاتړ ترلاسه کوي او په هماغه هیواد کې جلب او جذب کوي.

جمهور رئیس غني پدې وروستیو کې د جرمني د شپیګل مجلې سره په مرکه کې همداشان پر طالبانو باندې د اروپایي هیوادونو له لورې د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اروپایي وکیلانو ته وویل د افغانستان د سولې له بهیر څخه د پاکستان ملاتړ ددې سبب شو چې د امریکا-طالبانو د سولې موافقه لاس لیک شي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او سیاسي تفاهم د پرمختګ یواځنۍ لار ده.

له دې سره سره په دوحه کې بین‌الافغاني مذاکرات پیل شوي خو د پام وړ نتیجه یې نده ورکړې او همداشان د طالبانو ډلې د استانبول په غونډه کې د ګډون لپاره چې ټاکل شوې وه د اپریل په ۱۶د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په کوربتوب وشي او لس ورځې دوام وکړي، بهانې جوړې کړي او تازه یې پدې غونډه کې د ګډون لپاره شرایط ایښي دي.

XS
SM
MD
LG