د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ماین چاودنو ۱۷ ملکي کسان وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په ماین چاودنو کې ۱۷ تنه ملکي کسان وژل شوي دي.

دا پېښې تېره شپه او تیر مازدیګر مهال د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ په شنه نري او تاجاو سیمو کې رامنځته شوي دي.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال امریکاغږ اشنا ته وویل چې ملکي خلک له یوې سیمې څخه بلې ته د تګ په حال کې وو چې د وسله والو طالبانو له لوري په ښخ کړل شویو ماینونو يې د سپرلۍ موټر ور برابر شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "د ولسي خلکو پر موټر د ماینو چاودنو دواړه پېښې ماښام او مازدیګر د ۳ ساعتونو په توپیر یو په بل پسي رامنځ ته شوي ۹ تنه ملکي خلک چې له ښار څخه خپلې سیمې ته ستانه شوي د سپرلۍ ډاډسن موټر يې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ۹ تنه پکښي وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان دي دغه راز په تاجاو سیمه کې بیا پر ټونس موټرو چاودنه کې ۸ تنه ملکي کسان وژل شوي، ماینونه وسله والو طالبانو پر لویه لار ښخ کړي وو چي ملکي خلک يې قرباني شول."

پر همدې مهال د افغانستان جمهوري ریاست د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د چاودنو په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې غندلي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي چې: "پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو تروریستي بریدونه بشري ضد او نه بخښونکی جنایت دی."

ارغستان د کندهار په جنوب ختیځ سل کیلو مترۍ کې د ډيورنډ کرښې ته نژدې پرته ولسوالي ده چې د ناامنیو پېښې له تیرو دو میاشتو راهیسې پکښي زیاتي شوي دي.

دغه راز ځايي خلک وايي چې وسله والو طالبانو ګواښ ورته کړی چې د کندهار ښار او ارغستان پر عمومي پوخ «ډامبر» سړک دي تګ راتګ نه کوي.

ځايي خلک زیاته وي چي د یاد ګواښ له کبله له تیري یوې میاشتې راهیسې يې پر عمومي لار تګ راتګ نه دی کړی او پر فرعي لارو باندې د ماین چاودنو په تیره یوه میاشت کې ۳۵ ملکي کسان وژلي دي.

خپله وسله والو طالبانو د ارغستان ولسوالۍ د ملکي تلفاتو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG