خبري رپوټونه وايي، په هغې چاودنې کې چې نن ماښام د کابل په وزیر اکبرخان کې وشوه، د افغانستان د اسلامي جمعیت د ګوند رییس برهان الدین رباني وژل شوی دی.
د افغانستان دغه پخواني جمهور رییس د څه مودې راهیسې په افغانستان کې د سولې د عالي شورا رییس و. دغه شورا هڅه کوي چې له طالبانو سره مذاکرات شوني وکړي.
په دغې چاودنې کې چې د ښاغلي رباني په کور کې شوې، څلور تنه نور هم مړه دي. د پیښې په ټپیانو کې د افغانستان د مخابراتو پخوانی وزیر معصوم ستانکزی هم شامل دی او حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
رپوټونه وايي چاودنه په داسې وخت کې وشوه چې ښاغلي رباني د طالبانو له دوو غړیو سره خبرې کولې او تر اوسه نده معلومه چې دغو کسانو په چاودنه کې لاس لري او دا هم نده څرګنده چې چاودنه د ځانمرګي د برید په نتیجه کې شوې او که نه.
د ولسمشر کرزي غبرګون
جمهور رییس حامد کرزي د ښاغلي رباني وژنه په کلکه غندلې ده.
کرزی د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه تیر ماښام نیویارک ته راورسید.
په هغه بیانیه کې چې په کابل کې د ولسمشر د دفتر له خوا خپره شوې، ویل شوي چې ښاغلي کرزي امریکا ته خپل سفیر ناتمام پرې ایښی او بیرته کابل ته راستون شوی دی.
د پاکستان غبرګون
په واشنګتڼ کې د امریکا سفیر حسین حقاني په هغه بیان کې چې خپل د ټویټر پر ویب پاڼې یې شیبه مخکې خپور کړ، ویلي چې د پاکستان جمهور رییس آصف علي زرداري او صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د پروفیسر برهان الدین رباني وژنه په کلکه غندي.