د لاس رسي وړ اتصالات

په زرګونو کسانو د رباني په جنازه کې ګډون وکړ


په زرګونو کسانو د رباني په جنازه کې ګډون وکړ
په زرګونو کسانو د رباني په جنازه کې ګډون وکړ

په افغانستان کی نن په زرګونو کسانو د افغانستان د پخوانی جمهور ریْس او د طالبانو سره د سولې د هلوځلو د مشر، برهان الدین ربانی د ښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ.د ښاغلي رباني په جنازې کې ډیرو زیاتو خلګو ګډون وکړ. د هغه مړی چی د افغانستان په ملی بیرغ کې رانغښتل سوی و، شاووخوا یې ډیر زیات بیروبار جوړ سو.

په دغه اړډوړ کې یو شمیر قهرجنو کسانو د امریکا، پاکستان او د افغانستان د جمهور ریْس حامد کرزي په خلاف شعارونه ورکړل. د ښاغلي رباني ملاټر کوونکو د افغانستان امنیتي ځواکونه په ډبرو وویشتل چې په یوه مرحله کې پولیس مجبوره سوله چې د دغو کسانو د ګډوډولو لپاره هوایي ډزې وکړې.

د جنازې په مراسمو کې چې کله امرالله صالح، د استخباراتو پخوانی مشر او د رباني د ملګرو نه و وغوښتل چی د خلګو سره یو ځای سي امنیتی ساتونکو ودروی نو صالح په قهرجنه اواز وویل ((یو تروریست ته اجازه ورکړل سول چی دننه ولاړ سي او زموږ مشر ووژني، خو اوس موږ ته اجازه نه راکول کیږي چې د ښخولو په مراسمو کې یی ګډون وکړو))

هغه وویل چی لارو کوڅو ته به راووځي او دولت ته به ووايي چې د دی حق نه لري چی دهغه په قول د دوښمنانو سره نورې خبري وکړي. د هغه مطلب د طالبانو سره د پخلاینی خبري وې.

خو په ارګ کې وضیعت فرق کوی. په ارګ کې ښاغلي کرزي ماتم کوونکو ته وویل چی دا د افغانستان مسولیت دی چې د سولې د دښمنانو په خلاف اقدام وکړي.

ربانی چی په خټه تاجک وه د سې شنبې په ورځ د یوه ځانمرګه برید کوونکي لخوا چی ادعا یې کوله چې د طالبانو د پخلاینې پیغام یی راوړی دی، ووژل سو. دغه بریدکوونکی په خپلې لنګوتې کې چاودیدونکې مواد ځای په ځای کړي وه.

د افغانستان پخواني جمهور ریس د سولی د عالي شورا ریس و او طالبانو سره یې د سولې د هڅو مشري هم کوله.
ځینو کسانو چې په خټه تاجک وه او نن یې د رباني په جنازې کې ګډون کړی وه هوډ یې وکړ چې د هغه د مرګ غچ به اخلي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG