د لاس رسي وړ اتصالات

اورښتونو د کابل – کندهار پر لویې لارې سفر ستونزمن کړی


ستونزه د هغو نړیدلو پلونو او پلچکونو د خرابیدو له امله رامنځ ته شوې چې د ناامنیو په پېښو کې نړیدلي.
ستونزه د هغو نړیدلو پلونو او پلچکونو د خرابیدو له امله رامنځ ته شوې چې د ناامنیو په پېښو کې نړیدلي.

په جنوبي ولایت زابل کې درنو واورو او اورښتنو د کابل – کندهار د لويې لارې مسافر او موټر چلونکي له ستونزو سره مخ کړي.

ستونزه تر ډيره پوري د هغو نړیدلو پلونو او پلچکونو له وجې رامنځ ته شوې چې په امنیتي پېښو کې نړیدلي دي.

د فوائد عامې ریاست مامورین وايي چې یوازې په زابل کې ۸ لوی پلونه او ۵۱ پلچکونه په امنیتي پېښو کې تخریب شوي چې پر ډير شمېر يې بیرته استحکامي پلونه جوړ شوي دي.

نړیدلو پلونو او پلچکونو په سیمه کې موټر چلونکي اړ کړي، چي له خامه لارې څخه تیر شي، چې د زیاتو اوبو له کبله د نړیدلو پلونو ترمنځ سیمو کې ایساریږي او خپل مزل ته دوام نشي ورکولی.

موټر چلونکي او مسافر نیوکه کوي چې د ژمي له راتګ څخه يې مخکې په وار وار خپلي اندېښني په ډاګه کړې دي، خو هیچا د ستونزې حل ته پام ونکړ.

یو موټر چلوونکي امریکا غږ ته وویل "حالت مو تاسي دادی وینی سهار مو له کندهاره حرکت راکړی ایله اوس شهرصفا ته را ورسیدو مریضان راسره دي موټر بند دي موټر په خټو کې بند دي که دغه پلونه په وچه هوا کي جوړ شوي وای اوس به ستونزه نه وه ، حکومت دي دا حال خپله وویني ولي زموږ د دې لاري غم نه خوړل کیږي."

په زابل کي د ترنک سیند اوبو هم د کابل – کندهار د لويې لاري ډيري برخي تخریب کړي او آن دووه ځايه يې دغه سړک وړی هم

د زابل ولایتي مسئولین هم ستونزه مني او وايي چي د اوس لپاره يې په ځینو بیړنیو حالاتو کې بیړني ټیمونه چمتو کړي او د بنیادي حل لپاره يې د پلونو او پلچکونو ځيني پروژې د مرکزي حکومت له لوري منل شوی چي کارونه يې لا ندي پيل شوي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چي د کلات او شاجوۍ ولسوالۍ ترمنځ تر ۶۰ کیلو میتره پوري د تخریب شوي سړک قرار دادونه ۲ شرکتونو ته ورکړه شوي چي د اورښتنو په دریدو سره به يې کارونه هم پيل شي.

ښاغلي سیال وویل "تیري دووې ورځي په زابل کې بارانونه وو نن سهار واوره پيل شوې په حسن کاریز کې د مخالفینو لخوا نړیدلي پله ډير مشکل جوړ کړی خو د ملي اوردو او فوائدعامې ماشینري سیمي ته رسیدلې او له وسایطو سره مرسته کوي ، د سړک د ترمیم کارونه به د باران او واوري په دریدو سره شروع شي."

د کابل – کندهار د لويې لاري د تخریب شویو برخو د ترمیم غوښتنه څو ځله شوې خو په حل کې يې د پام وړ څه ندي شوي.

د زابل ولایتي شورا نیوکه لري چي د ولایتي ادارې د نه پاملرنې او ټيټ ظرفیت په وجه تیر مالي کال د سړکونو او لارو د جوړیدو لپاره ځانګړې شوې ۱۲۰ یوسل او شل ميلیونه افغانۍ پرمختیايي بودیجه د زابل له فوائدعامي ریاست څخه بیرته مرکز ته انتقال شوه.

په همدې حال کې زورورې واورې وریدو د څو مرکزي او شمالي ولایتونو ترمنځ مواصلاتي لارې تړلې دي.

له طبیعي پيښو سره د مبارزې کمیټې مرستیال قاسم حیدري امریکا غږ ته وویل، د دوامدارې او زورورې واورې وریدو له امله د بامیانو، بدخشان، سرپل، غور او دایکندي ولایتونو مواصلاتي لارې له پلازمینې کابل سره تړل شوې دي.

که څه هم لا تر اوسه د واورې وریدو له امله خلکو ته د سر او مال اوښتي زیان په اړه کره شمیره څرګنده شوې نه ده، خو ښاغلي حیدري وویل، زیانمنو کسانو ته د مرستې رسونې لپاره به نن په کابل کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې کمیټې چارواکي بیړنۍ غونډه جوړه کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG