د لاس رسي وړ اتصالات

راروانه چارشنبې د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده


د سعودي عربستان یوه مذهبي مشر وړاند وینه کړیده چې د هجري قمري کال پر اساس به د منځني خیتځ په زیاتو هیوادونو کې د چارشنبې ورځ د روژۍ لومړنۍ ورځ وي.

مذهبي مشرانو همدارنګه یوه فتوای صادره کړیده او د دکاندارانو او سودارګرو نه یې غوښتلي دي د شیانو بیې دې نه لوړوي.

د مصر په پایتخت قاهرې کې سوداګر او دکانداران لګیا دي د روژې د مبارکې میاشتې د پیل لپاره خرما، وچې میوې، انځر او د زردآلو مربا ذخیره کوي. که څه هم چې هوا هلته زیاته ګرمه ده خو د روژې د پیل لپاره بیا هم ځیني کسان د خپلو دکانونو د ښکلا لپاره په دکانونو کې ګلان او رنګا رنګ برقونه لګوي.

کله چې سپوږمۍ ولیدل شي نو سمدستي ورسره روژه هم پیل کیږي، خو کله نا کله د میاشتې په پیل کې سپوږمۍ په وریځو کې پټه او بله دا چې ځیني هیوادونه د خپل جغرافیایي موقعیت له مخې روژه یا مخکې نیسي او یا هم وروسته. خو د سعودي عربستان یوه مذهبي مشر ویلي دي چې په مصر او سعودي عربستان کې به روژه د راتلونکې چارشنبې په ورځ پیل شي.

" دی وایی چې په سعودي عربستان او مصر کې به ممکن سپوږمۍ د سه شنبې په شپه ولیدل شي. او که چیرته څو کسانو سپوږمۍ ولیده او د هغوي لیدل د مذهبي چارو محکمو تایید کړل نو د چارشنبې په ورځ به د روژۍ لومړۍ ورځ وي. "

په اسلامي هیوادونو کې خلک د لمر خاته نه نیولې تر لمر پریواته پورې روژه نیسي، هغوي نه اوبه څښي او نه هم څه خوري. د سږکال روژه پداسې وخت کې پیل کیږي چې په ځینو هیوادونو کې به هوا سخته توده وي نو په همدې خاطر به ښایي خلک لږ کار وکړي. په مصر کې حکومت پریکړه کړې چې د ګرمۍ په خاطر به ساعتونه یو ساعت وروسته کړي.

" په مصر کې لومړنی روژه ماتی د توپ په وارولو سره پیل کیږي، هلته هم خلک د نورو هیوادونو د خلکو په شان په روژه ماتی کې ډول ډول خواړه برابروي او د نورو ورځو په پرتله زیات خواړه او میوې خوړل کیږي. "

د روژې د ماتولو لپاره د نورو شیانو تر څنګ خلک د خرما نه زیاته ګټه اخلي. د مصر په پایتخت قاهرې کې په لس ګونه ډول خرماګانې پیدا کیږي. هغه خرماګانې چې د نورو نه د کیفیت په لحاظ ښې وي په هغوي باندې د هغو کسانو نومونه کیښودل کېږي چې په مصر کې د خلکو تر منځ زیات شهرت ولري. خو په نورو خرماګانو باندې بیا د مشهورو بدماشانو نومونه کیښودل کیږي. یو عرب مذهبي مشر د خرما د اهمیت په اړه داسې وایي.

" د عربو په صحرا کې خرما زیات شهرت لري او عربان ورسره زیاته مینه لري. هغه پدې ټینګار کوي چې د خرما ذکر په قرانکریم او د حضرت محمد ص په احادیثو کې راغلی دی. دی همدرانګه وایي چې د خرما پخیدل پنځه مرحلې لري او په هره مرحله کې یې تغذیوي قوت زیاتیږي. "

په مصر کې هم د نورو هیوادونو په شان خلک شکایت کوي چې د روژې د میاشتې په نږدې کیدو سره د خوراکي موادو بیې زیاتې لوړیږي او کورنۍ نشي کولی چې ځانته لازم خوراکی مواد برابر کړي. د "ال مصرې الیوم" په نامه یوې ورځپاڼې ویلي دي چې مذهبي مشرانو یوه فتوا صادره کړیده او د دوکاندارانو او سوداګرو نه یې غوښتلې دي چې د روژې په میاشت کې د شیانو بیې نه لوړوي.

د مصر د مشهور پوهنتون ال اظهر رییس په یوه اعلان کې د خوراکي موادو بیه لوړول غیرې قانوني او د شریعت خلاف کار ګڼلی دی.

همدارنګه د مصر د مذهبي چارو وزارت پلان لري چې د روژه ماتي او پیشمني لپاره به د ټول هیواد لپاره یو رسمي آذان جوړوي.

" دا په مصر کې د بیلا بیلو مسجدونو نه د آذانونو غږونه دي. د آذانونو همدې ګډوډۍ په قاهرې کې خلک زیات په غصه کړیدي خو تر دې وروسته حکومت پریکړه کړیده چې د زیات غور او فکر نه وروسته اوس به د ټول مصر لپاره یو آذان کیږي. خو ځیني مذهبي مشران د حکومت دغې پریکړې سره مخالفت لري. "

په مصر کې زیات خلک د شپې لخوا د خپلو کورنیو او ملګرو سره راټولیږي، تلویزون ګوري او مجلس کوي خو د ورځې لخوا بیا خوب کوي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG