د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په فدرال ادارو کې مذهبي ازادي


په واشنګټن کې د امام جومات
په واشنګټن کې د امام جومات

په امریکا کې د روژې په میاشت کې مسلمانان کولای شي په کاري چاپیریال کې روژه ونیسي او عبادتونه وکړي.

په امریکا کې هر کس دیني آزادي لري او کولای شي په خپله خوښه دیني مراسم ترسره کړي.

احمد رامي د امریکا یو اوسیدونکی چې د ټکنالوژۍ په برخه کې کار کوي، امریکا غږ ته وویل چې کولای شي په آزاده توګه په کاري چاپیریال کې روژه ونیسي او عبادت هم وکړي.

احمد رامي وايي "دلته زیاتره خلک پوهیږي چې روژه څه شی ده، الحمدالله روژه ډیره ښه روانه ده، موږ هره شپه لمانځه ته هم ځو". مصطفی ال ترکي د ګرافیک ډیزاینر په توګه کار کوي، دی وايي د نورو عادي ورځو په څیر کار کوي او هم روژه نیسي.

مصطفی ال ترکي وايي "روژه نیول یو شخصي کار دی، څوک درنه پوښتنه کوي چې څه کوې،کولای شې دیني کارونه ترسره کړو". په امریکا کې د کاتولیک، عیسوي او نورو مذهبونو پلویان هم په مشخصو ورځو کې روژه نیسي.

د روژې په میاشت کې د کار کوونکو په هکله د نورو معلوماتو لپاره دا رپوټ وګورئ.

د امریکا په فدرال ادارو کې مسلمان کار کوونکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

XS
SM
MD
LG