د لاس رسي وړ اتصالات

غني: طالبان دې روژې ته په احترام سوله وکړي


افغان ولسمشر د روژې میاشتې رارسېدو په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې روژې ته په احترام سوله وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني پر داسې مهال له طالبانو څخه د سولې غوښتنه کړې چې نن دوشنبه د افغانستان ترڅنګ په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د روژې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

ښاغلي غني ویلي، روژه د سولې او پخلاینې میاشت ده او طالبان هم باید دغه میاشتې ته په احترام سوله وکړي.

نوموړي پخپل پیغام کې ویلي:"زه یو ځل بیا له طالبانو غواړم چې دغه مبارکې میاشتې ته په احترام، د سولې او پخلاینې غوښتنې ته چې د مشورتي لویه جرګې په فیصلو کې پراخ انعکاس پیدا کړ لبیک و وايي."

پر همدې مهال د افغانستان د سولې عالي شورا هم په یو بیان کې پر افغان دولت او طالبانو غږ کړی چې د روژې مياشتې له پيل سره سم دوامداره اوربند اعلان کړي.

د سولې شورا په بیان کې راغلي:"بدون له شکه چې دغه اوربند د باور فضاء د رامنځ ته کولو لپاره په مختلفو سطحو کې ښه منځګړى کېداى شي او د يوې تل پاتې او مستحکمې سولې لپاره چې د افغانستان ټول ملت يې تږى دى لار پرانېزي."

ولسمشر غني د تېرې جمعې په ورځ د سولې د مشورتي لویې جرګې په وروستۍ غونډه کې وویل، که طالبان چمتو وي افغان حکومت اوربند ته حاضر دی.

خو طالبانو بیا ویلي، چې دغه ډله به په روژه میاشت کې هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني د تېر ۱۳۹۷ کال د روژې میاشتې په وروستیو کې له طالبانو سره ۱۴ ورځنی اوربند اعلان کړ چې طالبانو هم ورسره یوازې د کوچني اختر په لومړیو دری ورځو کې اوربند عملي کړ.

دا په داسې حال کې ده چې نن د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو خبرو کې هم د یوې ورځې لپاره وقفه راغلې ده.

XS
SM
MD
LG