د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پښتین د راو انور د خوشی کیدو ضد د احتجاجونو غږ وکړ


Rao Anwar
Rao Anwar

د پښتون ژغورنې تحریک مشر منظور احمد پښتین د کراچۍ د یوې محکمې د هغه پریکړې ضد چې راو انور یې خوشې کړ، په ټول ملک کې د احتجاجونو اعلان کړیدی.

د پاکستان یوې محکمې د سه شنبې په ورځ د پاکستان یو پولیس افسر راو انور د نقیب الله محسود د قتل په قضیې کې په ضمانت خوشی کړیدی. د یادونې وړ ده چې په هغه باندې د نقیب الله محسود پرته د محاکمې نه د قتل تور دی او هغه د څو میاشتو راهیسې په خپل کور کې نظر بند و.

مڼظور پښتین په خپل فیس بک په یوې وینا کې دغه پریکړه په سختۍ وغندله او د خپلو پلویانو نه یې وغوښتل چې سبا یعني د جولایي په ١١ په ټول ملک کې د دغه پریکړې په ضد احتجاجونه وکړي.

منظور پښتین په خپله وینا کې یو ځلې بیا د پاکستان په پوځ تور ولگاوه چې که د پاکستان ادارې او پوځ د راو انور ملگرې نه وی نو د هغه سره به دا ډول چلند نه کیده.

هغه د پښتون ژغورنې تح‏ریک ضد پروپیگنډ کونکو ته وویل "خلک زمونږ په ځبل شوي، زخمي شوي او ذبح شوي اوازونو پورې خاندي، زمونږ سره چې کوم ظلم شوی هغه که د دوي د سپیو او خرو سره هم وشو نو دوي به په ټولې نړۍ کې شور جوړ کړی وی."

د پښتون تحریک یوې بلې غړي ثنا اعجاز امریکاغږ ته وویل چې پي ټي ایم پریکړه کړیده چې د راو انور د خوشې کیدو ضد به په ټول ملک کې احتجاجونه وکړي. هغې وویل " پاکستان دا فکر کوي چې مونږ ضعېفه شوي یو، مونږ به دوي ته خپل زور وښایو، چې مونږ به د مظلوم سره د انصاف پورې دغه تحریک ته دوام ورکړو."

د یادونې وړ ده چې د پښتون ژغورنې تحریک د پاکستان د دغه پولیس افیسر راو انور د یو پښتون ځوان نقیب محسود د قتل په نتیجه کې پیل شو او د نړۍ گوټ گوټ ته خپور شو.

د تحریک مشران د پاکستان په پوځ او نورو ادارو لدی کبله سختې نیوکې کوي چې د پښتنو سره یې ظلمونه کړیدي او غواړي نور دې ورته اساسي حقونه ورکړي.

د پاکستان حکومت د تحریک سره د جرگې هم شروع کړیدي خو تیره اونۍ د پښتون تحریک جرگې د یو فعاله غړي حیات پریغال د نیول کیدو نه وروسته اعلان وکړ چې نور د حکومت سره مذاکرت نه کوي.

د راو انور په اړه دا هم ویل کیږي چې هغه تروسه پورې ۴۴۴ کسان د محاکمې پرته په جعلي پولیس مقابلو کې وژلې دي.

د راو انور په ضمانت د خوشي کیدو وروسته په ټولنیزو رسنیو د بشري حقونو او سیاسي فعالانو هم سخت غبرگون وښود.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG