د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان په ۹ کروړه هندۍ روپیو سنرایزر حیدراباد واخیست


راشد خان لومړی افغان لوبغاری دی چې په دومره جګه بیعه د هند په ای پي ایل کې پلورل کیږي.
راشد خان لومړی افغان لوبغاری دی چې په دومره جګه بیعه د هند په ای پي ایل کې پلورل کیږي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان نن د هند د کرکټ د پریمیر لیګ ای پي ایل په بولۍ کې سنرایزر حیدر اباد لوبډلې په نهه کروړه هندۍ روپيو چې نهه سوه لکه کیږي واخیسته.

د ای پي ایل د ۲۰۱۸ کال دا بولي چې له نن سهار راهیسې روانه وه، افغان لیګ بریکر بالر راشدخان ارمان په سر د درېیو ټیمونو ترمنځ چنې ووهلې شوې، خو بالاخره خپل پخواني ټیم سنرایزر حیدراباد یو وار بیا وپلوره او خپل یې کړ.

د راشد خان لومړنۍ بيعه ۲۰۰ لکه روپۍ وه، خو د پریټي زينټا لوبډلې کینګز ایلون پنجاب، راجستان رویلز، رایل بنګلورز تر وروستي بریده هڅه کوه چې راشد خان خپل کړي، خو سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره د راشد خان د اخېستو وروستی حق وو او د دې حق په اساس سنرایزر حیدراباد راشد خان خپل کړ.

د سنرایزر حیدراباد لوبډلې په خپل ټویټر ولیکل چې راشد خان یې بیرته خپل کړی او ویلي یې دي، چې حیدراباد او ددې ښار مشهوره بیریاني یې انتظار کوي.

حیدر اباد لوبډلې له پخوا ویلي وو، چې په هر ډول وي راشد خان به یو ځل بیا خپلوي.

راشد خان د تېر کال د ای پي ایل په لوبو کې حیدراباد لوبډلې په څلور کروړه روپيو اخېستی وو. په هغه سیالیو کې یې په ۱۴ لوبو کې ‍۱۷ ویکټې اخېستې وې.

۲۰۱۷ کال د راشد خان لپاره یو بریالی کال وو، راشد خان دا مهالې د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې لوبیږي او تر دا اوسه مخکښ ویکټ اخېستونکی بالر دی.

راشد خان او محمد نبي دواړه هغه افغان لوبغاړي دي، چې د نړۍ ټول تجارتي لیګونو کې لوبېدلي دي.

XS
SM
MD
LG