د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان د الرونډرانو په درجه بندۍ کې شپږم ځای نیولی


له دې مخکې راشد په یاد لېست کې اوم ځای درلوده.
له دې مخکې راشد په یاد لېست کې اوم ځای درلوده.

د افغانستان پیاوړی توپ اچونکی راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د «او ډي ای» د الرونډرانو په درجه بندۍ کې شپږم ځای نیولی دی.

په وروستۍ درجه بندۍ کې چې نن چهار شنبه جنوري ۲۷ (سلواغې تمه) خپره شوې راشد خان په ۶۷۰ نمرو د پاکستاني عماد وسیم وروسته شپږم ځای ګټلی دی.

له دې مخکې راشد په یاد لېست کې اوم ځای درلوده.

د «ای سي سي» د يوې ورځنيو لوبو د الرونډرانو په دغه لېست کې محمد نبي عیسی خېل بیا د بنګله دېش شکیب الحسن وروسته په دویم مقام کې ولاړ دی. نبي دغه لېست کې ۲۹۴ نومرې لري.

د کرکټ نړیوالې شورا د «او ډي ای» د توپ اچوونکو ليست کې مجیب الرحمن په ۷۰۲ نمرو د نړۍ په کچه دویم ځای لري.

تېره ورځ د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د درې یوې ورځنيو لوبو سریس د افغانستان په ګټه ۳-۰ پای ته ورسېده.
راشد خان په وروستۍ لوبې کې د یو الرونډر په صفت ښه لوبه وکړه او د افغانستان بري لپاره یې ښه رول ولوبوه.

له هغه مخکې د راشد خان د ای سي سي له خوا د شل اوریزو لوبو د يوې لسيزې غوره لوبغاړی پېژندل شوی.

XS
SM
MD
LG