د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان : افغانستان ته باید د لا ډیرو نړیوالو لوبو کولو فرصت ورکړل شي


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچوونکی راشد خان وایي چې په نړیوالو لیګونو کې د لوبو کولو څخه یې ډیر څه زده کړي او د افغانستان لوبډلې ته باید د لا ډیرو نړیوالو لوبو کولو فرصت ورکړل شي.

راشد خان دا تبصره د آسیا جام په سیالیو کې د بنګله دیش سره د لوبې څخه وړاندې په خبري کنفرانس کې کړې.

ټاکل شوې د افغانستان لوبډله سه شنبه اګست ۳۰ (وږي۹) د آسیا جام سیالیو په دریمې لوبې کې د بنګله دیش سره مخ شي. افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د سریلانکا څخه ګټلې او پخپل ګروپ کې لومړی مقام لري.

راشد په خبري کنفرانس کې وویل چې افغانستان تر اوسه ډیرې نړیوالې لوبې ندي کړي او زیاته یې کړه چې پدې کې د لوبغاړو قصور نشته بلکې د راتلونکو سفرونو په پروګرام (FTP) کې افغانستان ته ډیرې لوبې ندي ورکړل شوي.

دا پروګرام د کرکټ نړیواله شورا جوړوي.

هغه زیاته کړه، "مونږ غواړو ډیرې نړیوالې لوبې وکړو او ځوانانو ته ډیر فرصت ورکړو. هغوي ته باید داسې چاپیریال برابر شي چې د کرکټ لوبه او مهارتونه یې وده وکړي".


سره لدې چې د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا په اعلان شوي مهال ویش کې افغانستان د ۲۰۲۲ کال د اپریل څخه د ۲۰۲۷ د مې تر میاشتې پورې ۵۳ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې، ۷۱ د شلو شلو اورونو او ۲۲ د ټیسټ لوبې لري خو ډیری دا لوبې د آیرلنډ او زمبابوې په شان د ټیټې کچې لوبډلو سره دي.


د افغانستان دا مشهور لوبغاړی وایي چې په نړیوالو لیګونو کې د نړۍ تر ټولو د غوره لوبغاړو سره د لوبې کولو څخه تر لاسه شوې تجربه د افغانستان لپاره په لوبو کې کاروي.

"مونږ همدا تجربه د ملي لوبډلې سره شریکوو. کله چې ډیر لوبغاړي په لیګونو کې لوبه وکړي، زه فکر کوم دا زمونږ سره مرسه کوي په ځانګړې توګه د توپ وهنې په برخې کې."

راشد خان د سریلانکا لوبډلې څخه په ستر توپیر د لوبې ګټلو په هکله وایي چې لوبډلې ښه چمتووالی نیولی و او ښه لوبه یې وکړه خو زیاتوي چې پام یې راتلونکو لوبو ته دی.

هغه وایي "دا مهمه نده چې سیاله لوبډله مو جدي بولي که نه خو مونږ به سل په سلو کې زحمت باسو. ډیره خواري به کوو او ښه تمرین به کوو".

راشد خان وایي هره سیاله لوبډله ورسته تر ټولو "سخت سیال" دی او زیاتوي چې که "سبا د هانګ کانګ سره هم لوبه کوو، مونږ به ورته داسې چمتووالي لرو لکه د هند سره مو چې لوبه وي."




XS
SM
MD
LG