د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان په یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ لومړی الراونډر شو


راشد خان د اسیا جام په لوبو کې د ښه ځلیدو وروسته په نړیواله کچه په یو ورځنیو لوبو کې دا مقام خپل کړی دی.
راشد خان د اسیا جام په لوبو کې د ښه ځلیدو وروسته په نړیواله کچه په یو ورځنیو لوبو کې دا مقام خپل کړی دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا د نوې درجه بندۍ له مخې، د افغانستان د کرکټ ستوری لوبغاړی، راشد خان د اسیا جام په سیالیو کې تر ښه ځلېدو وروسته د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کې د نړۍ لومړی نمبر آل روانډر شو.

د کرکټ د نړیوالې شورا د ویب پانې د راپور له مخې، راشد خان نه یوازې دا چې د اسیا جام په سیالیو کې په توپ خپل هنر وښود او ویکیټي یې واخیستې، بلکې د خپلې لوبډلې لپاره یې ښه منډې هم جوړې کړې.

هغه په پنځو لوبو کې لس کسان وسوځول او همدارنګه یې د ۴۳.۵۰ په اوسط ۸۷ منډې جوړې کړې.

افغانستان په اسیا کپ کې ډېر ښه ولوبېدی چې د سیالیو په لومړي پړاو کې یې سریلانکا او بنګلېش مات کړل، د څلورو غوره لوبډلو په پړاو کې یې د پاکستان او بنګلدېش پر وړاندې ښه لوبه وکړه خو په وروستیو اورونه کې یې لوبې وبایللې، او خپله وروستۍ یې د اسیا جام له ګټونکي لوبدلې هند سره مساوي کړه.

د کرکټ د نړیوالې شورا د ویبپاڼې پر بنسټ راشد خان په دوبۍ او شارجه کې د ښه لوبېدو له امله شپږ پړاوه مخکې شو او ۶۷ نمرې یې واخیستې، چې د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندي کې یې د آل روانډرانو په برخه کې لومړی مقام ته ځان ورساوه.

د افغانستان بل ستوری لوبغاړی محمد نبي هم یو قدم مخته لاړ او د ۱۳۴ منډو په جوړولو او پنځه ویکیټو په اخیستلو سره یې دریم مقام خپل کړ.

د بالرانو په لیست کې راشد خان اوس هم پر خپل ځای یانې دویم مقام ولاړ دی، خو جادويي بالر مجیب الرحمن بیا پنځلس قدمه وړاندې شوی او اتم مقام یې خپل کړی. مجیب الرحمن په اسیا جام سیالیو کې اووه ویکيټي واخیستې.

بل خوا بیا محمد نبي د بالرانو په برخه کې دوه قدمه وړاندې شوی او پنځلسم مقام ته رسېدلی.

XS
SM
MD
LG