د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال جام لپاره د افغانستان لوبډله ؛ راشد خان د کپتانۍ نه استعفا وکړه


د افغانستان کرکټ بورډ د شلو شلو اورنو د نړیوال جام لپاره لوبډله نن پنجشنبه سپټمبر ۹ (وږي۱۸) اعلان کړله. په اعلان شوي سکواډ (ټیم) کې راشد خان د لوبډلې کپتان دی خو د مرستیال کپتان په توګه د چا نوم ندی اخیستل شوی.

تر دې وړاندې کرکټ بورډ راشد خان د لوبډلې کپتان او نجیب ځدراڼ یې مرستیال اعلان کړي و.

په سکواډ کې ټول ۲۰ لوبغاړي دي چې ۲ یې احتیاطي دي.

د کرکټ بورډ لخوا چې کومه لوبډله د شلو شلو اورونو د نړیوال جام لپاره اعلان شوې د یو شمیر پخوانیو لوبغاړو نومونه هم راغلي. اصغر افغان، محمد شهزاد، ګلبدین نایب، عثمان غني، حمید حسن، شاپور ځدراڼ او دولت ځدراڼ ځیني پخواني افغان لوبغاړي دې چې په سکواډ کې شامل دي.

د پخواني کپتان اصغر افغان تر څنګ د هغه ورور کریم جنت هم په سکواډ کې اخیستل شوی.

د کرکټ بورډ لخوا د لوبډلې د اعلان نه څو شیبې وروسته د افغانستان د کرکټ مشهور لوبغاړي او د شلو شلو اورونو کپتان راشد خان د کپتانۍ د پریښودو اعلان وکړ.

ښاغلي خان د خپلې پریکړې په هکله په ټویټر کې لیکلي، "د کپتان او ملت ته د یو مسؤل شخص په توګه زه دا حق لرم چې د ټیم د انتخاب برخه اوسم. کرکټ بورډ او د انتخاب کمیټې د هغې لوبډلې د ټاکلو په هکله زما خوښه نده اخیستې چې په مطبوعاتو کې اعلان شوې. زه د افغانستان د شلو شلو اورونو د کپتانۍ څخه د استعفا پریکړه کوم چې د همدا اوس نه د اعتبار وړ ده. د افغانستان لپاره لوبه تل زما د پاره ویاړ ده."

د افغانستان دغه نړیوال ستوري دا ندي ویلي چې په سکواډ کې د کومو لوبغاړو د شتون سره ندی جوړ خو هغه په لوبډله کې ځوانانو ته تر نورو ډیره ترجیح ورکوله.

ټاکل شوې د ۲۰۲۱ کال د شلو شلو اورونو د نړیوال جام لوبې د اکتوبر په ۱۷ مې په عربي متحده اماراتو او عمان کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG