د لاس رسي وړ اتصالات

د ISI او RAW د پخواني مشرانو عکسونو په ټویټر بحثونه راپارولي


raw and ISI
raw and ISI

د پاکستان ISI او د هند RAW دواړه د یو بل دښمنې استخباراتي ادارې گڼل کیږي. پرون د شنبې په ورځ د دغو ادارو پخواني مشران په لندن کې په یوې مباحثې کې یو بل ته مخامخ شول.

د دغو دواړو ادارو د پخواني مشرانو عکسونو په سوشل میډیا ځکه تاتوده بحثونه را وپارول چې د دواړه ادارو مشران پکې د یو بل سره په ټوقو او خندا ښکاري. د پاکستان د ISI اداره او پوځ په پاکستان کې په پرله پسې توگه دا خبره کوي چې هند یې دښمن ملک دی او په پاکستان کې د ترهگرو سره مرسته کوي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر احسان الحق او د هند د استخباراتي ادارې پخوانی مشر امرجیت سنگ په برتانیې کې په (لندن سکول اف اکنامکس) کې د استخباراتي ادارو د رول په هکله په یوه مباحثې کې برخه واخیسته.

په پاکستان کې د دغو دواړو پخواني مشرانو د عکسونو په هکله تر ټولو زیات داسې ټویټونه وشول چې د دوي ترمنځ ملگرتیا کیدی شي نو بیا د هند او د پاکستان د خلکو ترمنځ ملگریتا ولې نشي کیدی.

د پاکستان د یو ټلویژن سره خبریال روف کلاسره په ټویټر کې لیکلي چې خوشحاله شوم د پاکستان او د هند د استخباراتي ادارو پخواني مشران مې د یوبل سره په خندا ولیدل. اوس پکار ده دغه دواړه د دواړو ملکونو ترمنځ د سولې لپاره کار وکړي او خلک دې په سولې کې پریږدي.

د پاکستان د حکومتي د مسلم لیگ نون گوند یوه فعاله غړي ساره جواد لیکلي چې که د هند د استخباراتي ادارې د یو مشر سره د پاکستان سیاستدان ملاقات کړی و نو تر اوسه پورې به پرې د کفر فتوی لگیدلې وه. هغه لیکي

په پاکستان کې د مدني حقوقو د فعال جبران ناصر ټویټ شاوخوا ٩٠٠ ځلې شریک شویدی. هغه د پاکستان په استخباراتي ادارې طنز کړیدی او وایي چې د پاکستان او د هند د استخباراتي مشرانو د دغه ملاقات نه وروسته نه د چا د وطن سره په مینې شک وشو او نه چا ته د وطن غدار ویل شول.

د پاکستان استخباراتي اداره د سوشل میډیا د کارکونکو ډیره سخته څارنه کوي او په هغو کسانو د شک نظر کوي چې د هند په هکله ښه نظر لري. نو هم دا وجه ده چې په ټویټر دغو عکسونو ته سخت عکس العمل ښودل شویدی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG