د لاس رسي وړ اتصالات

د شاووین د محاکمې په هکله د امریکا او نړۍ غبرګونونه


منصفه هیت جورج فلوایډ په درې واړو تورنو کې مجرم وباله.
منصفه هیت جورج فلوایډ په درې واړو تورنو کې مجرم وباله.

په امریکا کې منصفه هیت هغه سپین پوستی امریکایي پولیس ډیریک شاووین مجرم وباله چې یو تور پوستی امریکایي جورج فلویډ یې وژلی و.

په امریکا او نړۍ کې د منصفه هیت د پریکړې په هکله بیلا بیل غبرګونونه راغلي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن او مرستیالې یې کاملا هریس پرون د سه شنبې په ورځ د منصفه هیت د پریکړې نه وروسته ملت ته وینا وکړله.

ښاغلي بایډن خپلو خبرو کې وویل، " نن مو آرامه ساه واخیسته، د انصاف یو اقدام د انصاف سره برابر ندی او باید سیستم اصلاح کړو. "

جمهور رئیس بایډن د جورج فلویډ د کورنۍ سره په ټیلیفون کې خبرې کړي او په امریکا کې نژادي تبعیض یې د "ملت په روح داغ" بللی دی.

بایډن وویل، " نننۍ پریکړه د مخکې تګ لپاره یو ګام دی خو دا ډیر لږ دی. او د عدالت لپاره ستر ګام کیدلی شي."

خو بل پلو بیا د سنا په مجلس کې د ټکساز د ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور، جان کورنیا د جمهور رئیس بایډن په څرګندونو اعتراض کړي.

سناتور کورنیان په ټویټر کې لیکلي، "د منصفه هیت دا پریکړه په یوې قضیې کې د فردي حقایقو پر بنسټ د یوه افسر پر ضد و. زه یې منم خو دیته اړتیا نشته چې په عمومي توګه د قانون د تطبیق د ادارو نوم بد شي."

په همدې حال کې د برتانیې صدراعظم بوریس جانسن د جورج فلویډ په قضیې کې د منصفه هیت په پریکړې خوښي ښودلې. ښاغلي جانسن په ټویټر کې لیکلي، " د جورج فلویډ په مړینې خواشینی وم او د دې پریکړې هرکلی کوم. د جورج فلویډ د کورنۍ او ملګرو سره خواخوږي ښیم. "

منصفه هیت ټول ۱۲ تنه وو چې شپږ یې سپین پوستي او پاتې یې تور پوستي یا هغوي څو نژاده امریکایان وو. دوي د ۱۰ ساعتونو لپاره په هغو معلوماتو بحث وکړ چې د محاکمې د درې اونیو په جریان کې راټول شوي وو.

د پولیسو په افسر ډیریک شاووین درې تورونه وو او منصفه هیت په درې واړونو تورونو کې هغه مجرم وباله.

XS
SM
MD
LG