د لاس رسي وړ اتصالات

محکمې دریک شاوون د جورج فلویډ په قتل محکوم کړ


پخوانی پولیس افسر ډیریک شاوون
پخوانی پولیس افسر ډیریک شاوون

د امریکا د انډیا ایالت د میناپولیس پخوانی افسر ډیریک شاوون چې د یو تور پوستي امریکایي جورج فلوډ په وژلو تورن و، پړ وګڼل شو.

له څه دپاسه دریو اونیو وروسته د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۰ (وري ۳۱) ناوخته د تورونو د څیړلو علني جلسۍ او د مدافع وکیلانو دفاعیه غونډې پای ته ورسیدې او قاضي د محکمې په پای کې د منصفه هیات نه وغوښتل چې د مشورو وروسته خپله وروستۍ پریکړه ددې قضیې په هکله اعلان کړي.

ښاغلی شاوون د جورج فلوډ په وژلو پړ وپېژندل شو او د سزا حکم به وروسته اعلان شي.

جورج فلوډ شاوخوا یو کال مخکې د پولیسو په توقیف کې مړ شو.

یو دولس کسیز ژوري پلاوي تر پرېکړې مخکې تېره ورځ شپږ ساعتونه په محکمې کې په دې اړه په معلوماتو خبرې او بحثونه وکړل.

په وروستيو بحثونو کې یو څارنوال سپین پوستی امریکایی ډیریک شاوون د تور پوستي امریکايي جورج فلوډ په وژلو تورن کړ.

هغه وویل چې شاوون د فلورډ په ستوني څه باندې نهه دقېقې خپل زنګون اېښی و.

د شاوون یو مدافع وکیل وویل چې جورج فلوډ د نشه يي توکو د استعمال له کبله مړ شوی او ډیریک شاوون د هغه له نیولو وروسته یوازې هغه څه کړي چې د پولیسو په روزنو کې یې زده کړي وو.

دا پېښه تېرکال د مۍ په میاشت کې د میناپولیس په ښار کې وشوه.

د هغه له وژلو وروسته په امریکا او د امریکا د باندې په ځینو هېوادونو کې د تور پوستو په پلوۍ مظاهرې وشوې.

XS
SM
MD
LG