د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل چاودنې ته غبرګونونه؛ ناټو وایي د تخلیې بهیر باید بند نشي


ناټو وایي لا یې هم لومړیتوب د افغانستان نه د هر څومره کسانو ایستل چې امکان یې وي لومړیتوب لري.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د کابل په هوایي ډګر کې چاودنه "ناوړه تروریستي حمله" بللي او په ټویټر کې یي لیکلي چي، "متحد ځواکونه باید د کابل نه د هغو کسانو د ایستلو بهیر روان وساتي چې د خطر سره مخ دي."

امریکایي چارواکو برید "ځانمرګی" بللی. دا برید نن پنجشه ماښام مهال د کابل هوایي ډګر دروازې سره نږدې شوی. وروسته تر هغه چې طالبانو کابل ونیوه، زرګونه کسان هوایي ډګر ته پدې هیله ورځي چې ځانونه بهر وباسي.

د سپينې ماڼۍ یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د کابل په هوایي ډګر کې د "خونړي برید" په هکله جمهور رئیس جو بایډن ته معلومات ورکړل شوي.

دغه چارواکي ویلي چې جمهور رئیس بایډن په سچویشن روم کې دی. د امریکا جمهور رئیس د خپل ملي امنیت د ټیم سره پدې کوټې کې په بحراني حالت کې راټولیږي او د هیواد نه بهر د مسؤلینو سره په خوندي توګه خبرې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د طالبانو د یو چارواکي له قوله ویلي چې په چاودنې کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي. ویل کیږې چې په برید کې څو تنه طالبان هم ټپي شوي. یو شمیر ټپي شوي کسان د کابل ایمرجنسي روغتون ته وړل شوي.

استخباراتي سرچینو امریکا غږ ته تائید کړه چې یوه بله چاودنه د باران هوټل سره نږدې شوې چې د کابل د هوایي ډګر نه ۲ سوه متره لیرې پرته ده. د پیښې په هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي.

ها خوا بریتانیه وایي د کابل په هوایي ډګر کې د برید نه وروسته د "بحراني وضعیت" غونډه جوړوي.

د حکومت یو ویاند د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د برید په هکله صدراعظم بوریس جانسن ته معلومات ورکړل شوي او نن پنجشبه به عاجله غونډه هم وکړي. د بریتانیې د دفاع وزارت په ټویټر کې لیکلي چې په چاودنې کې د دې هیواد پوځیانو او حکومتي مامورینو ته هیڅ ډول مرګ ژوبله نده اوښتې.

په همدې حال کې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې د کابل په هوایي ډګر کې چاودنه د "بښنې وړ" نده او زیاته کړې یې ده چې دا د بشریت ضد عمل دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یو اعلامیه کې دغه چاودنه په سختو الفاظو غندلې او هغه یې د بشریت ضد جنایت بللی .

د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل د کابل هوایي ډګر چاودنه یو «ظالمانه» برید ګڼلی او دا برید یې سخت غندلی دی. میرمن مرکل ویلي چې ترهګرو هغه خلک په نښه کړي چې د کابل هوایي ډګر په دروازو کې بهر ته د تللو تمه لري «هغوی امنیت او ازادي غوښتله او په همدې خاطر دا په ډیرو سختو شرایطو کې یو ظالمانه برید دی.»

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې دا «برید په هغه ساحه کې شوی چې «د امنیت نیولو مسولیت د امریکایي ځواکونو په غاړه و.»

د پنتاګون ویاند جان کربي په ټویټر باندې په یوه اعلامیه کې لیکلي چې «مونږ تائیدوو چې یو شمیر امریکایي پرسونل د نن ورځې په پیچلي برید کې وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.» هغه زیاتوي: «مونږ پوهیږو چې یو شمیر افغانان هم پدغه ظالمانه برید کې وژل شوي دي.»

XS
SM
MD
LG