د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ملګرو ملتونو کابل کې د پاکستان پر سفارت وسله وال برید وغنده


Pakistan Embassy in Kabul
Pakistan Embassy in Kabul

په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې چې له امله یې د دغه سفارت یو تن امنیتي ساتونکی ټپي شوی، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا غندل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د شنبې په ورځ ډسمبر درېیمه (لېندۍ ۱۳) ویلي چې متحده ایالات په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید چې هدف یې د دغه سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان و غندي.

ښاغلي پرایس زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالات پر دغه بهرني دپلوماتیک بنسټ د برید په اړه ژوره اندېښنه لري او اړتیا ده چې په دې اړه بشپړه او شفافې څېړنې وشي.

په کابل کې د پاکستان پر سفارت د جمعې په ورځ د ډسمبر په دویمه (لیندۍ ۱۱) په ډزو کې چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ددې هیواد د سفیر «د وژنې هڅه» بللې ده، د سفارت یو ساتونکی ټپي شوی دی.

د پاکستان د سفارت یو مقام د فرانس پرس اژانس ته وویل چې "یو بریدګر د کورونو شاته راغی او ډزې یې پیل کړې".

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په یوې اعلامیې کې دغه برید غندلی او په افغانستان کې له ټولو اړخونو څخه غوښتي چې د دپلوماتیکو بنسټونو امنیت او د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو د کار کوونکو خوندیتوب ته احترام وکړي.

د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي: "دامنیت شورا غړي د دغه تروریستي اعمالو د عاملینو، تنظیمونکو، تمویلونکو او ملاتړ کوونکو د حساب ورکولو او محاسبې پر اړتیا ټینګار کوي."

دغه شورا همدارنګه له ټولو هیوادونو څخه غوښتي چې د نړیوالو قوانینو او امنیت شورا د قطعه نامې له مخې له د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د کړو ژمنو له مخې همکاري وکړي.

پر همدې مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د خپل سفارت د بندولو او له کابل څخه د خپلو دپلوماتانو د ایستلو هیڅ پلان نلري.

دغه وزارت زیاته کړې چې هغوی د طالبانو له حکومت سره په اړیکه کې دي او اوس مهال په کابل کې د پاکستان سفارت او دپلوماتانو د ساتنې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

په اعلامیه کې د یادې پيښې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداری او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي ترمنځ د ټلیفوني خبرو خبر هم ورکړل شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه برید "ډارن" بللی او په کابل کې د خپل سفارت د امنیت پر ټینګولو یې ټينګار کړی دی.

د دغه وزارت په وینا ښاغلي متقي زرداری ته په کابل کې د پاکستان سفارت د امنیت ټینګولو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې په راتلوونکي کې به د دغه ډول پېښو مخه ونیول شي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره تلیفوني خبرو کې نوموړي ته په کابل کې د پاکستان د سفارت د امنیت ټینګولو او د دغه برید د عاملینو د پیدا کېدو ډاډ یې ورکړی دی.

د پاکستان سفارت د کابل ښار په «کارته پروان» سیمه کې موقعیت لري او ویل کیږي چې ډزې تیره ورځ دغه سفارت ته له یوې نژدې ودانۍ څخه شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ تیره ورځ وویل چې تر دغه پيښې وروسته یو شکمن کس په دغه ودانۍ کې له وسله سره نیول شوی دی.

تر دا مهاله هیڅ یوې ډلې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسؤلیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG