د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د پاکستان شارژدافیر ته یې د افغان کډوالو سره د چلند په اړه شکایت کړی


د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د پاکستان له شارژدافیر سره لیدنه کې په هغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه شکایت کړی او ویلي یې دي چې د دغه وضعیت دوام به د دواړو هیوادونو اړیکې زیانمنې کړي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د پاکستان سفارت له نوي شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره لیدنه کې له نوموړي غوښتي چې په هغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند مخه ونیسي.

په اعلامیه کې راغلي: "خليل الرحمن حقاني په هغه هېواد کې د افغان مهاجرينو د څلوېښت کلن کوربتوب ته په اشارې سره ، په کراچۍ ښار کې د افغانانو ځورونه د دواړو هېوادنو د ښو او دوستانه اړېکو د زيانمنېدو لامل وباله او د ويزې په ترلاسه کولو کې يې د کمېشن کارانو د رامنځته شویو ستونزو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه."

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس دغه طالب چارواکي د پاکستان له شارژدافیر څخه همدرانګه افغانانو ته د وېزې ورکولو، د پولې دواړو غاړو ته د پرتو کورنيو د تګ راتک د مخنيوي، د بانکي حسابونو په جوړولو، د موټر چلوونکو د جوازونو په صادرولو او د کورونو د جوړولو په برخه کې د همکاري او په کمپونوکې ورته د اړتيا وړ آسانتیاوي برابرولو غوښتنه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د هغه هیواد پولیسو لخوا د ناوړه چلند راپورونه زیات شوي او ویل کیږي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر افغان کډوال یې نیولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند ویډیو خپرېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. په ویډیو کې لیدل کیږي پاکستاني پولیس د افغان کډوالو چې ماشومان هم پکې شامل دي لاسونه په پړي تړلي دي.

که څه هم تر دا مهاله په پاکستان کې د نیول شوبو افغان کډوالو کره شمېر معلوم نه دی، خو تر دي مخکې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي و چې پاکستاني پولیسو په سند ایالات کې ۱۱۰۰ افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي بندیان کړي دی.

خو د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني، په دغه لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو هواري برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه. نظاماني ویلي چې په کراچۍ ښار کې يې د افغان کډوالو د ځورونې ويډيوې ليدلي او دا هغه د دواړو هیوادونو د «ګډ دښمن» کار بللې دی.

د اعلامیې له قوله د پاکستان شارژدافیر ویلي چې ځينې کړۍ د یادو کارونو په تر سره کولو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو خرابولو هڅه کوي. پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته پاکستان اعلان وکړ چې یوازې هغه افغانانو ته خپل هیواد ته د داخلېدو اجازه ورکوي چې قانوني اسناد ولري.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو په اساس اوس مهال په هغه هیواد کې شاوخوا ۱.۳ میلیون افغان کډوال ژوند کوي. دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کراچۍ له زندان څخه د ۳۰ تنو بندي افغان کډوالو د راخوشي کولو خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG