د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او اماراتو معامله؛ ایران وايي اماراتو سره به یې چلند بدل شي 


د متحدو عربو اماراتو او اسرائیل بیرغونه
د متحدو عربو اماراتو او اسرائیل بیرغونه

له هغه وروسته چې متحدو عربو اماراتو او اسرائیل د اړیکو د عادي کېدو اعلان وکړ، د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري ویلي دي چې له دې وروسته به یې له اماراتو سره چال چلند بدل وي.

ښاغلي باقري د یکشنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري۲۶) وویل: "که له دې ورسته په خلیج کې ایران ته کوچنی زیان هم ورسيږي، له متحدو عربو اماراتو به یې پوښتنه کوو او وبه یې نه زغمو. "

اسرائیل او اماراتو تېره اونۍ خپلې اړیکې عادې کړې. د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي‌ په دغې معاملې کې منځګړی و چې هدف یې په سیمه کې د ایران په مقابل کې د ځواک تناسب برابرول دي.

په همدې حال کې د عرب لیګ غړي هېواد موریتانیا ویلي دي چې متحده عرب امارات یو خپلواک او مستقل هېواد دی او خپلو ملي ګټو ته په کتو له هر چا سره د دوستۍ او دښمنۍ حق لري.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې موریتانیا د اماراتو په "ښه قضاوت او حکمت باور" لري. موریتانیا هم له اسرائیل سره ښه روابط لرل خو د ۲۰۰۹ کې د غزې له جګړې وروسته یې دا روابط وځنډول.

کویټ بیا ویلي دي چې له اسرائیل سره یې بهرنۍ تګلارې په خپل پخواني حال ده.

رویټرز اژانس وايي چې د کویټ د القباس ورځپاڼې د د دغه هېواد د چارواکو له خولې لیکلي دي چې کویټ د فلسطینیانو په ننګه له اسرائیل سره په خپل چال چلند کې تغیر نه راولي.

د خلیج دوو نورو هېوادونو عمان او بحرین د اماراتو او اسرائیل د اړیکو عادي کول ستایلي دي. تر متحدو عربو اماراتو مخکې اردن او مصر دوه نور عرب هېوادونه وو چې له اسرائیل سره یې عادي اړیکې لرلې.

XS
SM
MD
LG