د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ولسمشر جوبایډن د قطر له امیر سره تیلیفوني خبرې وکړې


Biden
Biden

ولسمشر جوبایډن د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني سره په خپلو تیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهاله دوستانه اړیکو په لاټېنګښت ټینګار وکړ.

بایډن د قطر له امیرڅخه له افغانستان څخه د امریکايي اتباعو ، د امریکا او د نورو همکارو هیوادونو د ديپلوماتانو او له ګواښ سره مخ افغانانو د راویستلو په بهیر کې د سخاوتمندانه مرستو له امله مننه وکړه.

هغه له افغانستان څخه د خلکو د راویستلو بهیر په تاریخ کې د هوا له لارې د زیات شمیر خلکو د انتقال بیساري عملیات وبلل او زیاته یې کړه چې دغه کار د قطر له همکارۍ پرته امکان نه درلود.

ولسمشر د قطر له امیر څخه د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د تسهیل له امله قدرداني وکړه، دواړو مشرانو په افغانستان او منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو او قطر د نږدې همکارۍ په اهمیت ټینګار وکړ.

د یادونې وړده چې په کابل ښار باندې د طالبانو له تسلط وروسته ، د کابل له هوايي ډګر څخه د زرګونو بهرنیانو او له ګواښ سره مخ افغانانو د انتقال بهیر دوام لري. دغه بهیر دمګړۍ له بې نظمۍ سره مخامخ دی او د ګڼې ګوڼې اوله الوتکو څخه د رالوېدو له امله څوکسان په کې وژل شوي هم دي.

بل خوا د رویټرز د خبري آژانس د رپوټ له مخې په قطر کې د متحده ایالاتو د العدید هوايي اډې ته، تر دې دمه ۸۰۰۰ زره افغانان لېږدول شوي او د نورو خلکو د منلو ګنجایش نه لري. د امریکا حکومت د جمعې په ورځ اګست ۲۰ ( زمري ۲۹) وویل چې په اروپا، منځني ختیځ او منځنۍ آسیا کې به یو شمیر هیوادونه له کابل څخه ور ویستل کېدونکو امریکایانو او نورو کسانو ته د لنډ وخت لپاره ځای ورکړي.

د ناټو چارواکي وايي د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو راهیسې له افغانستان څخه څه باندې ۱۸۰۰۰ زره کسان ویستل شویدي.

XS
SM
MD
LG