د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د جي-۷ د بهرنیو چارو وزیرانو سره په افغانستان بحث وکړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د اګست ۱۹ (زمري ۲۸) د جي-۷ هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان په وضعیت خبري وکړې.

په دې انلاین غونډه کې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازي برخه درلوده.

د جي-۷ د بهرنیو چارو وزیرانو د ټولو هغو کسانو په خوندي تګ ټینګار وکړ چې غواړي له افغانستان څخه ووځي. هغوی همدارنګه د یوه همه شموله سیاسي توافق د کیدو په ضرورت چې د ټولو افغانانو اساسي بشري حقونه تامین کړي، ټینګار وکړ.

په دې غونده کې د نړۍ ددغو سترو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې له طالبانو سره به د نړیوالې ټولنې اړیکې د هغوی د اعمالو پورې اړه ولري نه د هغوی د خبرو پورې.

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د جي-۷ د بهرنیو چارو وزیرانو او همدارنګه د اروپايي ټولنې استازې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، بشري هڅو او کډوالۍ بحث وکړ او توافق وشو چې په ټولو برخو کې نږدې روابط ولري.

ښاغلي بلینکن له خپلو سیالانو څخه د افغانانو د ثابت ملاتړ له امله مننه وکړه.

هغه په داسې حال کې د جي-۷ د بهرنیو چارو وزیرانو سره خبري وکړې چې نوموړي د اګست په ۱۸ په یوه ټویټ کې یې لیکلي وو، له خپلو نړیوالو متحدینو سره یوځای، پر هغو کسانو چې په ټول افغانستان کې قدرت او اقتدار لري، غږ کوي چې د میرمنو او نجونو حقونه خوندي کړي.

هغه زیاته کړه، دا له نږدې څاري چې راتلونکی حکومت څنګه د هغوی حقونه او آزادي ګانې تامینوي.

د طالبانو له خوا د کابو ټول افغانستان تر نیول وروسته ، په افغانستان کې د نجونو او میرمنو د حقونو د خوندیتوب په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG