د لاس رسي وړ اتصالات

د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې ۶ یاغیان او ۱عسکر وژل شوي


پولیس وایي د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې تیره شپه ۶ کسان چې ګمان کیږي یاغیان به وي او یو عسکر په دوو جلا پیښو کې وژل شویدي.

د پولیسو په اعلامیې کې چې نن پنجشنبه ډسمبر ۳۰ (مرغومي۹) خپره شوې راغلي چې شپږ مشکوک یاغیان د جیش محمد د ډلې غړي و چې مرکز یې په پاکستان کې دی. په اعلامیې کې ادعا شوې چې دوه وژل شوي پاکستاني اتباع و.

پدې پیښه کې څلور حکومتي سرتیري ټپي شوي و چې یوه یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د ۲۰۱۹ کال د اګست د میاشتې راپدیخوا چې د هند مرکزي حکومت د هندي کشمیر نیمه خومختاري ختمه کړله او دا سیمه د خپل مستقم واک لاندې راوسته، ۳۸۰ وسله وال، ۱۰۰ عام خلک او څه باندې ۸۰ د امنیتي ځواکونو غړي پدې سیمې په نښتو کې وژل شوي.

هندي پولیس وایي په سیمه کې د وسله والو په خلاف د نظامي عملیاتو له کبله د لومړي ځل لپاره د سیمه ایزو جنګیالیو شمیر د ۱۰۰ نه ټیټ شوی.

د سیمې د پولیسو مشر ویجې کمار د همدې اوونۍ په سر کې د اکنامیک ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې "۷۰ په سلو کې ځوانان چې سږ کال د وسله والو سره یو ځای شوي و، یا وژل شوي او یا نیول شویدي".

هند د پخوا راهیسې پاکستان تورنوي چې په سیمه کې د یاغیانو د بریدونو سره مرسته کوي خو اسلام آباد دا تورونه نه مني.

د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې یاغي ډلې د دریو لسیزو راپدیخوا د خپلواکۍ یا پاکستان سره د یو ځای کیدو په خاطر وسله واله مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG