د لاس رسي وړ اتصالات

ریکا شپږم کنفرانس په کابل کې پیل شو


ټاکل شوې ده چې د جمعې د ورځې د دې کنفرانس غونډې ته به ولسمشر غني هم وینا وکړي.
ټاکل شوې ده چې د جمعې د ورځې د دې کنفرانس غونډې ته به ولسمشر غني هم وینا وکړي.

دا کنفرانس چې ورته د اویاوو هیوادونو او سیمهییزو او نړیوالو سازمانونو لوړ پوړي چارواکي وربلل شوي، په کې د افغانستان او سیمې لپاره د مهمو اقتصادي پروژو پر عملي لارو چارو بحث کیږي.

د کنفرانس په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په خپلې پرانیستې وینا کې وویل، د تیرو ریکا کنفرانسونو له تجربو څخه په ګټې اخیستنې به په شپږم ریکا کنفرانس کې د هغو پروژو پر عملي کولو غور وشي، چې د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ هیوادونه به ترې اقتصادي ګټې پورته کړي.

ښاغلي کرزي وویل "موږ هیلهمند یو چې سل په سلو کې زموږ دا خبرې عملي پایلې ولري او هیله لرو چې دا موضوعګانې په جدي ټوګه په پام کې ونیول شي. زه په ډاډ ویلی شم چې د افغانستان پرمختیا او هوساینه د ټولو په ګټه ده او دا زمینه به هغه مهال مساعده شي، چې موږ له یو بل سره په ګډه کار وکړو او خپل نظرونه سره شریک کړو تر وکولای شو، چې له دوه اړخیزو همکاریو څخه متقابلې اقتصادي ګټې ترلاسه کړو."

د ورېښمو، لاجوردو او چاه بهار ترانزیتي لارې، د اوسپنې پټلې، د ټاپي د غازو نل لیکه او بریښنا هغه لویې پروژې دي چې عملي کولو لپاره یې په دغه کنفرانس هراړخیزې خبرې وشي.

د اقتصادي چارو افغان کارپوهان وايي د ریکا له کنفرانس څخه د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا لپاره زیاتې تمې لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د نړیوالو اړیکو رئیس آذرخش حافظي وايي، له هغه ځایه چې افغانستان له سمندر سره لاره نلري نو تمه لري چې د سیمې په تیره بیا د افغانستان ګاونډي هیوادونه په دې کنفرانس کې پر هغو ترانزیتي لارو او د اوسپنې د پټلۍ په جوړولو سلاء وکړي چې افغانستان له سمندرونو او نړیوال اقتصادي مارکیټونو سره نښلوي.

آذرخش حافظي وویل، د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره یو متخصص او په کار پوه افغان پلاوي تا اړتیا ده څو په دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ هیوادونه د پروژو تطبیق ته وهڅوي.

ښاغلي حافظي وویل "دا طرحه څه ډول وړاندې کیږي دا زموږ ملي قابلیت پورې اړه لري، چې زموږ ډیپلوماټان، زموږ اقتصاد پوهان او دا ټول هئیت چې هلته زموږ لهخوا استازیتوب کوي دوی باید په ډیپلوماټیک مهارت سره د یو متمدن هیواد د استازو په حیث باید ښه طرحه هلته ولري او نه یواځې خپل منفعتونه بلکې منطقوي منفعتونه او نړیوال منفعتونه هم په پام کې ولري."

په پلازمینې کابل کې د دغه دوه ورځني کنفرانس لپاره له تیرې شپې راهیسې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او د بهرنیو چارو وزارت ته غځیدلې ټولې لارې د خلکو او ټرافیک پرمخ تړل شوې دي.

د افغانستان لپاره د سیمهييزو اقتصادي همکاریو یا د ریکا شپږم کنفرانس د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت له پیل راهیسې لومړنی لوی اقتصادي کنفرانس دی چې افغانستان یې کوربتوب کوي.

ریکا کنفرانس چې له هرو دوو کلونو وروسته جوړیږي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان په کوربتوب په کابل او بیا هر دوه کال وروسته په ډهلي، اسلام اباد، د ترکیې په اسټانبول او دوشنبې کې جوړ شوی وو.

XS
SM
MD
LG