د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا ته د اروپایانو کډوالي کمه شوې


ټاکل شوې چې بریتانیا د ٢٠١٩ کال د مارچ په ٢٩ په رسمي توگه د اروپایي اتحادیې نه ووځي
ټاکل شوې چې بریتانیا د ٢٠١٩ کال د مارچ په ٢٩ په رسمي توگه د اروپایي اتحادیې نه ووځي

زرګونه اروپايي کډوال له بریتانیا نه وتلي او د راتلونکو کډوالو په شمیر کې هم د پام وړ کموالی راغلی.

بریتانیا کې د کډوالو د شمیر دغورځیدلو اصلي لامل د اروپایي ټولنې نه ددې هیواد وتل ګڼل کیږي. بریتانیا یو کال وړاندې له اروپايي ټولنې نه ووته. زرګونه اروپايي کډوال له بریتانیا نه وتلي او د راتلونکو کډوالو په شمیر کې هم د پام وړ کموالی راغلی.

د بریتانیا د ملي احصایی دفتر رپوټ ورکړی چې د ۲۰۱۶ کال د جون نه د ۲۰۱۷ کال تر جون پورې هغه هیواد ته د کډوالو په شمیر کې ۱۰۶ زره کمښت راغلی دی.

د بریتانیا غښتلي مالي او اقتصاد نظام، د کارموندنې ښه شرایطو او په ټوله کې د ژوند ښو امکاناتو دغه هیواد ته د ډیرو اروپايي هیوادونو د خلکو مخه وراړولې وه، خو اوس په حالاتو کې یو څه بدلون راغلی دی.

د بریتانیا پر واک محافظه کاره ګوند هم د کډوالۍ د کچې پر ټیټولو ټینګار کوي. هرکال بریتانیا ته د اروپايي هیوادونو د وګړو سربیره له افریقا او آسیایي هیوادونو نه هم په لسګونه زره کډوال هم ورځي.

XS
SM
MD
LG