د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن کې د الوتکو له ټکر وروسته د لټون عملیات او تحقیقات دوام لري


د امریکا د ساحل ساتونکو ځواکونو لخوا په خپور شوي دې تصویر کې د رونالډ ریګن هوايي ډګر ترڅنګ د پوټامیک په سیند کې د لوېدلې الوتکې پاتې شونې لیدل کیږي.
د امریکا د ساحل ساتونکو ځواکونو لخوا په خپور شوي دې تصویر کې د رونالډ ریګن هوايي ډګر ترڅنګ د پوټامیک په سیند کې د لوېدلې الوتکې پاتې شونې لیدل کیږي.

د متحده ایالاتو پایتخت واشنګټن ډي سي ته څېرمه د جمعې په ورځ، جنوري ۳۱ (سلواغه ۱۲)، د هغې مسافر وړونکې الوتکې او پوځي هلیکوپتر د پاتې شونو لټون دوام درلود چې د چهارشنبې په شپه یې په هوا کې ټکر وکړ او ۶۷ کسان پکې ووژل شول.

څېړونکو وویل چې د پوټامیک په سیند کې د مسافر وړونکې الوتکې "تور بکس" موندل شوی دی. دا الوتکه د واشنګټن ډي سي ترڅنګ په رونالډ ریګن هوايي ډګر کې د کښته کېدو پر مهال له یوې پوځي هلیکوپتر سره وجنګېدله او دواړه الوتکې سیند ته ولوېدلې.

د اطفائیې چارواکي وايي د تحقیقاتو لپاره د الوتکې د نورو برخو لټون دوام لري.

امریکن هوايي شرکت تائید کړې چې له کنزاس ایالت څخه پایتخت واشنګټن ته په تلونکې الوتکې کې ۶۰ مسافر او څلور عمله ناست وو. د امریکا پوځ هم وايي چې د دوی په بلک هاک ډوله څرخي الوتکې کې درې تنه سپاره وو.

فدرالي او محلي چارواکو پنجشنبې وویل چې په دواړو الوتکو کې د ۶۷ کسانو څخه هیڅوک ژوندي ندي پاتې شوي.

دا پېښه واشنګټن ډي سي ته څېرمه د رونالډ ریګن هوايي میدان ترڅنګ د ویرجینیا ایالت په ارلینګټن کې رامنځته شوې ده. د هوايي چلند د فدرالي ادارې د یو داخلي راپور له مخې، د پیښې پر مهال د هوايي ډګر د څار په ټاور کې یو کس ته دومره کار سپارل شوی و چې په عادي حالت کې دوه کسان یې کوي.

په راپور کې ویل شوي چې د پیښې"وخت او د ترافیک حجم ته په کتو، د موقعیت ترتیب نورمال نه و."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماسپښین دوه اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل. د یو له مخې، د هوايي چلند د فدرالي ادارې لپاره مرستیال ټاکل شوی او د بل له مخې، له هوایي چلند څخه د فدرالي تنوع نوښت لمنځه وړل شوی دی.

په سپینه ماڼۍ کې ددغو فرمانونو د لاسلیک کولو پر مهال ټرمپ پرته له شواهدو یو ځل بیا دا ادعا تکرار کړه چې د فدرالي تنوع برنامې ښايي د الوتکو په ټکر کې رول لرلی وي.

د متحده ایالتو د ترانسپورت وزیر شان ډفي په پیښې په اړه د پنجشنبې په سهار له ټرمپ سره په مشترک مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې دواړه الوتکې له ټکر وړاندې "د الوتنې په معیاري" مسیر روانې وې.

د سټلایټ په دې تصویر کې رونالډ ریګن هوايي ډګر او ترڅنګ یې د پوټامیک سیند لیدل کیږي.
د سټلایټ په دې تصویر کې رونالډ ریګن هوايي ډګر او ترڅنګ یې د پوټامیک سیند لیدل کیږي.

په دغه مطبوعاتوي کنفرانس کې ټرمپ د پیښې د قربانیانو په یاد د یوې شیبې چوپتیا غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د ژغورنې د چارو سره د مرستې لپاره ټولې محلي، ایالتي او فدرالي سرچینې ځانګړې شوي دي.

هغه وویل چې د ترانسپورت د خوندیتوب ملي بورډ د پیښې د علت معلومولو په اړه د تحقیقاتو مشري کوي چې د هوايي چلند فدرالي اداره او د پوځ د هوايي چلند د څېړنو قطعه هم پکې ګډون لري.

ټرمپ همدارنګه ادعا وکړه چې د پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او جو بایډن حکومتونو د هوايي چلند لپاره د خلکو د ګمارنې معیارونه ټیټ کړي وو او ددې کار لامل یې د فدرالي حکومت د برابرۍ او شمولیت نوښتونو وبلل. ټرمپ زیاته کړه چې تېره اونۍ یې د یو فرمان په ترڅ کې دغه نوښتونه لمنځه یوړل.

د هوايي ترافیک د کنټرول کوونکو په اړه ټرمپ وویل: "موږ ترټولو تکړه، هوښیار او ګړندي خلک غواړو. موږ داسې څوک غواړو چې له رواني پلوه بشپړ وي او دا هغه څه دي چې موږ به یې لرو."

د پنجشنبې په ورځ، په کانګرس کې د تورپوستو وکیلانو یوې ډلې په یوه اعلامیه کې، په ټکر کې د خلکو په مړینه خواشیني وښودله او د ټرمپ پر هغو څرګندونو یې نیوکه وکړه چې وايي، د تنوع نوښتونو ښايي په غمیزه کې رول لرلی وي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هګست د پنجشنبې په ورځ وویل چې د متحده ایالاتو د اردو هلیکوپتر یوه روزنیزه الوتنه کوله چې په ترڅ کې یې "په خواشینۍ سره، یوه تېروتنه وشوه... د ارتفاع په برخه کې ستونزه وه او موږ په چټکۍ سره په دې اړه تحقیقات پیل کړل."

د ترانسپورت وزیر ډفي وویل چې مسافر وړونکې الوتکه له ټکر وروسته په درې برخو ماته شوې او د سیند اوبو ته لوېدلې ده.

د واشنګټن د اطفائیې د ادارې مسئول جان ډانلي د پنجشنبې په سهار وویل چې شاوخوا ۳۰۰ ژغورونکي د پیښې ځای ته رسېدلي چیرې چې د الوتکو پاتې شونې موندل شوي او د شپې په تیاره کې د ۲.۵ متره ژور سیند په سړو اوبو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون ته یې دوام ورکړی دی.

هغه وویل چې باد او د اوبو څپو د الوتکو پاتې شونې په سیند کې د پیښې له ځای څخه تر دوو کیلومترو لیرې لیږدولي دي.

تراوسه د مسافر وړونکې الوتکې د سپرلیو د ۲۸ کسانو مړي او د هلیکوپتر د درې پوځیانو جسدونه له اوبو څخه ایستل شوي دي.

دا پیښه د سپینې ماڼۍ په څو کیلومترۍ کې د هوايي چلند په داسې یوه سیمه کې رامنځته شوې چې د نړۍ په کچه یې سخت کنترول کیږي.

متقاعد امریکايي پیلوټ او د هوايي چلند د سلاکارانو د موسسې اجرائیوي رئیس راس ایمیر امریکا غږ ته وویل چې هغه د رونالډ ریګن هوايي ډګر د پیلوټانو لپاره د نړۍ له ترټولو ډیر بوختو هوايي ډګرونو په کتار کې ګڼي چې یو لامل یې د هوايي ډګر په شاوخوا د هلیکوپترو پروازونه دي.

د متحده ایالاتو په سنا کې د ویرجینیا دواړو سناتورانو، ټیم کېن او مارک وارنر، په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د څو کلونو په اوږدو کې یې د واشنګټن په فضا کې د الوتکو د تراکم په اړه غږ اوچت کړی دی خو دواړو زیاته کړه چې، او ددغې موضوع د راپورته کولو وخت ندی.

دواړو سناتورانو وویل چې د پیښې په اړه د نورو جزئیاتو د معلومولو لپاره د ترانسپورت د خوندیتوب ملي بورډ تحقیقاتو ته انتظار باسي.

واشنګټن کې د الوتکو له ټکر وروسته تحقیقات دوام لري.
واشنګټن کې د الوتکو له ټکر وروسته تحقیقات دوام لري.

په دې الوتکه کې د نورو مسافرو سربیره، د امریکا د فیګر سکېټینګ (د یخ په سر نڅا) ادارې ویلي چې د هغوی د ټیم یو شمېر لوبغاړو، د هغوی روزونکو او د کورنیو ځینو غړو هم سفر کاوه.

د ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: "موږ ددې غمیزې او له کبله یې د رامنځته شوې نه ډکېدونکې تشې له کبله سخت غمجن شوي یو. د قربانیانو کورنۍ زموږ په زړه کې دي. "

کرملین او د روسیې رسنیو ویلي چې د یخ په سر د نڅا روسۍ جوړې، ایوجینا شیشکووا او وادیم ناوموف، او ددې لوبې ځینو نور روسي لوبغاړو هم په دغه الوتکه کې سفر کاوه. ټرمپ وویل چې روسیې یې د هغوی د مړو په ستنولو کې به مرسته وکړي.

دا د ۲۰۰۱ راهیسې په امریکا کې ترټولو خونړۍ د هوايي چلند پېښه ګڼل شوې ده. په هغه کال د نیویارک په بیل هاربر کې د امریکن ایرلاین د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۲۶۰ کسان مړه شول.

ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس، فرانس پرس او رویټرز اژانسونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG