د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: څه باندې ۲۰۰۰روغتیایي مرکزونه په افغانستان کې تړل شوي


د سره صلیب د نړیوالې ادارې یو جګپوړي چارواکي د افغانستان د روغتیایي نظام د ړنګیدو خبرداری ورکړی او وایي چې څه باندې ۲ زره روغتیایي مرکزونه پدې هیواد کې تړل شویدي.

د آسیا آرام سمندر هیوادونو لپاره د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو د نړیوال فدراسیون مشر الکزاندر ماتیو نن پنجشنبه سپټمبر ۳۰ (تلې ۸) په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ښایي خلک څو نورو اونیو لپاره هم د معاش اخیستو پرته کار وکړي.

هغه وویل، "خو یو ځل چې دارو درمل په بشپړه توګه خلاص شي، او تاسو ونشۍ کړی چې څراغونه بل کړئ او تاسو هغوي ته چې کلنیک ته مو راځئ هیڅ شی ورنشئ کړی نو تاسو باید دروازې وتړئ. "

ښاغلي ماتیو افغانستان ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې تر دوه زرو پورته روغتیایي مرکزونه په افغانستان کې تړل شوي، د ۲۰ زرو نه ډیرو د روغتیایي چارو کار کوونکو کارونه پریښي او یا ورته معاشونه ندي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي همدارنګه ویلي چې د دې روغتیایي مرکزونو د بیکاره شویو کسانو د جملې نه د ۷ زرو نه ډیرې یې میرمنې دي.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم تیره اوونۍ خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د پنځمې برخې کم روغتیایي مرکزونه په بشپړه توګه فعال دي او د دریو څخه دوه یې د لازمو درملو د خلاصیدو سره مخ دي.

د روغتیایي چارو مسؤلین وایي چې دا کار ښایي د کویډ -۱۹ بیمارۍ پر ضد د مبارزې په ګډون ناوړه عواقب ولري ځکه چې په افغانستان کې یوازې ۱ په سلو کې وګړو ته د کرونا ضد واکسین شوی او یو میلیون ډوزه واکسین لا هم ویشل شوی ندی.

د آسیا آرام سمندر هیوادونو لپاره د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو د نړیوال فدراسیون مشر الکزاندر ماتیو ویلي چې د دغه واکسین نه د کار اخیستو نیټه هم د همدې کال تر آخره پای ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG